برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۷ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له داعش ترهه ګرې ډلې سره دامریکا داړیکو ایشواکیدا

آریانانیوز: دعراق پخوانی لومړی وزیر نوری مالکی په یولړ ایشواکونو کې دعراق په نیواک کې له داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې څخه دامریکا داستفادې او د واشنګټن له ملاتړی روله د واشنګټن له ملاتړی روله پرده پورته کړې ده.


له امریکا سره دداعش ارتباط ،کومه نوی موضوع نه ده او حتی د امریکا ځینوشخصیتونو او چارواکو په ډاګه دامریکاپه وسیله دداعش رامینځةکیدا ته اشاره کړې ده چې دامریکا اوسنی ولسمشر ډونالډټرمپ،په هغو کې یو ترټولو مهم شخصیت دی . ډونالډټرمپ د ۲۰۱۶کال د ولسمشرۍ دانتخاباتو په تبلیغاتو کې اعلان کړی ؤ چې داعش د اوباما دحکومت په لاس جوړه او سنبال شوې ده
خو بې شکه،دداعش پشمول له ترهه ګرو ډلو سره دامریکا ارتباط زیات شمیر پټ اړخونه لری،چې دا موضوع په تیره بیا په عراق د داعش یرغلونه تائیدوی .
لومړنی او ترټولو مهم اړخ ئې دادی چې داعش دامریکا په ملاتړ سره په عراق حمله وکړه او ددغه هیواد دټاټوبی ځینی برخې ظې وینولې.دغه ملاتړ الزامًا،نیغ په نیغه نه ؤ، بلکې دامریکا سیاستونه داسې وو،چې پخپلو کارونو اوچارو او کړنو کې ئې له داعشه ملاتړ کړی دی .
امریکا او عراق په ۲۰۰۸ کال کې سټراټژیکه موافقه لاسلیک کړه ، چې ددغې موافقې په اساس،امریکا باید له عراقه د ګواښونو په مقابل کې ملاتړ و کړی .په عین حال کې،دعراق پخوانی لومړی وزیر نوری مالکی ددې خبرې په کولو سره چې عراق ددغه ټاټوبی د نیولو لپاره دترهه ګرو له غونډیدو کومه اطلاع نه ده درلوده،خو کافی تجهیزات په تیره بیا الوتکې ئې په اختیار کې نه درلودې،څو دهغوی مورچلې او مرکزونه بمباری کړی،وئیلی،امریکا د ۲۰۱۳کال له اګسته تر ۲۰۱۴کال پورې چې داعش په عراق حمله وکړه،د ترهه ګرو پر مورچلو د ګوزار لپاره ئې د الوتکو له ورکولو ډډه کوله او عراق ته ئې سپارښتنه کوله ،له اردنه دې الوتکې وغواړی ،په داسې حال کې چې عراق له اردن سره هیڅ ا منیتی تړون نه درلود.::::
دنوری مالکی دغه ایشواکونې ښئ چې د داعش پشمول له ترهه ګرو دامریکا ملاتړ، ضرورتًا سیاسی او مالی ملاتړ اویا د وسلو او تجهیزاتو د ورکولو په چوکاټ کې نه دی،بلکې له هغه هیواده دملاتړ نه کول چې داعش اوترهه ګرو پرې حمله کړې ، په تیره بیا له هغه عراقه دملاتړ نه کول ، چې واشنګټن ورسره امنیتی سټراټژیکه موافقه هم لاسلیک کړې ده ، هم د داعشی ترهه ګرو په وسیله دعراق له نیواکه د ملاتړ په معنا دی .په همدې باب نوری مالکی وئیلی دی ، امریکا د باراک اوباما دحکومت په پړاؤ کې اجاز ورکړی ، څو داعش په عراق حمله وکړی .:::
داعشی ترهه ګرې ډلې په وسیله د عراق له نیواکه په ملاتړ کې د امریکا دغه کړچارپه باب درې ټکی شته دی،لومړۍ ئې دا چې،امریکا او دهغې متحدان دخپلو ګټو په تامینیدا کې له ترهه ګرو ډلو دملاتړلپاره هیڅ ویره هم نه لری،او له دغو ډلو په حقیقت کې دضرورت په وخت ، ناوړه او دخپلې خوښې استفاده کوی .
دوهم داچې د داعش په وسیله دعراق دنیواک په باب د امریکا دچلند بیلګه ښئ چې دمینځنی ختیځ سیمې هیوادونه حتی دامریکا متحدان هم باید دخپل ځای امنیت او دخپلوپوځی صنائعو دځای کولوپه لورحرکت وکړی، ځکه امریکا او دهغې متحدان،کله ئې خپلې ګټې ضروری وګڼی،نو دسیمې هیوادونو ته دپوځی تجهیزاتو له ورکولو ډډه کوی .
دریم او لامهم ټکی،البته دا دی چې دداعش په وسیله دعراق دنیواک په باب د امریکا د چلند بیلګه ښئ چې ولې واشنګټن او دهغې متحدان دایران داسلامی جمهوریت د توغندوی توان پشمول دپوځی توانمنیو له پیاوړتیا سره مخالف دی.؟ ددفاعی او پوځی توانمنیو پیاوړتیا له امریکا او دهغې له متحدانو سره داړوندوالی دغوڅیدا په معنا ده او د اړوندوالی غوڅیدا،یعنی له ترهه ګرو ډلو څخه ددغو هیوادونو د آوزاری استفادې کمیدا یا بل هر هغه شی چې دهغوی په بهرنی سیاست کې آوزاری ماهیّت درلودلی شی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي