برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۹ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له برجامه د امريکې وتل په نړيوالو موافقو د واشنګټن د نه پابندۍ ښودنه

دیو رپوټ له مخې ډاکټر حسن روحاني پرون له برجامه د وتلو په باره کښې د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اعلان په ځواب کښې وويل: له دې وروسته به دغه موافقه له پينځو هېوادونو يعنې روسيې، چين، فرانسې، برطانيې او جرمني سره د ايران د ملګرتيا موافقه شي.


روحاني له نړيوالې موافقې برجامه د امريکې د وتل اټکلېدونکي بللو سره وويل: د اسلامي انقلاب څلوېښت او حتی له هغه مخکې تاريخ مونږ ته دا ثابته کړې ده چې امريکايانو د ايران د ستر ملت او د سيمې د ملتون په وړاندې تل غليمانه چلند لرلے دے او هيڅکله يې د سيمې او نړۍ د صلحې او ثبات په لاره کښې تګ نه دے کړے.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د نړيوالو موافقه ليکونو په وړاندې د ټرمپ د حکومت بدقوليو ته په اشارې سره وويل: د برجام په اړه د ټرمپ فېصله د ايران په خلاف د يو نفسياتي جنګ شروع ده خو د ايران مقاوم ملت به د دغه نفسياتي جنګ تر تاثير لاندې رانشي.
ډاکټر حسن روحاني زياته کړه، د امريکې د بدقولۍ باوجود به برجام موافقه پائېدونکې پاتې شي او مونږ کولې شوو له نورو شريکانو سره د صلحې په لار کښې قدم واخلو. خو که زمونږ ګټې پوره نه شي نو په هغو حالاتو کښې به نوې فېصلې وکړوو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي