برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۳ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له ایران څخه ویره دنتانیاهوپه ویښ اوخوب

د عمان الوطن ورځپاڼې لیکلي دي: نتانیاهو نه په ویښه د ایران له ویرې خلاصیږي او نه په خوب کښې، او دې ویرې هغه په ګډو وډو سر کړی دی. د ویلو ده چې د صهیونیسټي رژيم وزیراعظم د نهې په شپه یوشمیر انځورونه، سي، ډیز او کاغذنو په ټیلیویژن کښې وښودل او مدعي شو چې ایران د ایټمي وسلو د جوړولو لپاره پټ پروګرام لري.



د مسقط چاپ الوطن ورځپاڼې د زهیر ماجد په قلم لیکل شوې مقاله کښې، په دې خبرې سره چې د نتانیاهو لخوا وړاندې شوې ډرامه ډیره خندونکې او بې معنا وه، د یوې پوښتنې په مطرح کولو سره ولیکل: له یو داسې کس سره به څه کوې چې غواړي دنیا قانع کړي چې ایران پټ ایټمي پروګرام لري، حال دا چې په دا خبره یې، خپله دی هم نه قانع کوي.

الوطن ورځپاڼې له دې څخه د خواشینۍ په ښودلو سره چې نړۍ د اسرائیلو له اوتوبوتو سره عادت شوې ده، څرګنده کړه: صهیونیسټي رژيم په جنګ سره جوړ شوی دی ا د ژوند دوام یې له جنګ او وینه تویونې پرته ناشونی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي