برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

له افغانستان څخه دبهرني ځواکووتلوپه اړه دچین د بهرنیو چارو وزیرڅرګندونی

آریانانیوز: د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ يي» وايي، بهرني ځواکونه دې په مسئولانه ډول له افغانستانه ووځي او له ترهګرۍ سره دې دوامداره مبارزه وشي
هغه دغه څرګندونې پرون د ويډيو کنفرانس له لارې یوې ناستې ته وکړې، نوموړي ویلي په افغانستان کي باید درې کارونه وشي، بهرني ځواکونه باید له دې هیواده په مسئولانه ډول ووزي، بهرنۍ مرستې باید دوام پیدا کړي او له ترهګرۍ سره دې مبارزه وشي.
نوموړي د دې ترڅنګ زیاته کړې چې د مصالحې پروسه باید د افغانانو په رهبرۍ وړاندې لاړه شي، د سولې لومړیتوب تضمین کړي او ټول اړخونه باید پکې برخه ولري.
د وانګ يي په قول، چین له افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړ دی او د بین الافغاني مذاکراتو د پروسې د وړاندې تګ او افغانستان ته د سولې او اقتصادي ثبات په راوستلو کې له دې هیواد سره همکارۍ ته دوام ورکوي.
چین داسې مهال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار کوي چې د طالبانو او امریکا ترمینځ له شوې توافقنامې سره سم باید ټول بهرني ځواکونه په څوارلسو میاشتو کې افغانستان پرېږدي.

شریک یي کړئ!