برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

قطر دعربستان اماراتو بحرین اومصر دشیانو پر پیرپلور پابندی ولګوله

العالم ټیلیویژنی چینل راپورورکړ د قطر د تجارت او اقتصادی چارو وزارت پرون مازدیګر دیوې اعلامیې په خپرولو سره د سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو ،مصر اوبحرین د جوړو شویو هر ډول شیانو پیر پلور منع اعلان کړی او وئیلی ئې دی ، خلاف ورزی کونکو په ضد به سخت اقدامات وکړی .
د قطر دخارجه وزارت ویندوی لولو الخاطر په همداوروستیو کې روښآنه کړې ، هیواد ئې توانیدلی دی ، دعربستان او څو تالی څټو هیوادونو د تپل شوی کلابندی په یوه بریالی فرصت بدله کړی .
داپه داسې حال کې دی چې سعودی عربستان په همداوروستیو کې په سیمې کې داسې اقدامات پیل کړی ، چې دسیمې دهیوادونو یووالی او اتحاد ته اړتیا لری او درست هیوادونه په دې پوه شوی چې آل سعود رژیم د امریکا اوصهونیسټ رژیم د پلانونو په ا جرا کونکی بدل شوی او هر هغه اقدام کولو ته تیار دی ، چې امریکا او وحشی صهونیسټان پرې راضی کیږی .

شریک یي کړئ!