برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳۰ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

غربي هېوادونه د ترهګرو ملاتړ کوی

آریانانیوز: د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان ويلي، غربي هېوادونو د سوريې شمال کې د کردي ملېشو ضد عملياتو کې يې له ترکيې سره همکاري نه ده کړې او دغه هېوادونه يې د ترهګرو په ملاتړ تورن کړي دي
«اې ايف پي» خبري اژانس ليکلي، ولسمشر اردوګان په استانبول ښار کې رسنيو ته وويل: «ايا تاسې دا منلی شئ، چې د ناټو غړي هېوادونه او اروپايي اتحاديې سربېره لويديځ هېوادونه د کردي ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او پر موږ نيوکې کوي.»
ترکيه وايي، د سوريې کردي ملېشې «وای پي جي» په ترکيه کې د کردي ياغيانو «پي کې کې» اړوند ترهګره ډله ده، چې له ۱۹۸۴ کال راهيسې د ترکيې پر ضد وسله وال بغاوت کوي
د ترکيې پي کې کې ياغي ډله د انقرې، امريکا او اروپايي ټولنې له لوري په تور ليست کې شامله ده.
امریکا، اروپا او نورو غربي هېوادونو سوريه کې د ترکيه په پوځي عملياتو نيوکې کړي دي او اروپايي ټولنې پر ترکيې د وسلو پلورلو بنديز لګولی دی
د ناټو سرمنشي جينس سټولټنبرګ د روان اکتوبر مياشتې په نهمه د ترکيې له لوري د سوريې په شمال کې په پيل شوو عملياتو سخته اندېښنه ښودلې ده
غربي هېوادونه ترکيه د سوريې په اشغالولو تورنوي، خو د ترکيې ولسمشر دغه تورونه رد کړي او وايي، چې ترکيه دا ډول تورونه خپل هېواد سپکاوی بولي
ترکيه وايي، کردي ملېشې بايد د ترکيې له سرحده ۳۵ کيلومټره لرې ووځي او دغلته د ترکي پوځيانو تر واک لاندې امن سيمه رامنځته شي، چې په ترکيه کې ۳۵ لکه سوريايي کډوال ورته بېرته راستانه شي
د يادونې وړ ده، چې تېره پنجشبنه د امریکا مرستيال ولسمشر مايک پنس، د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د ملي امنيت سلاکار له ولسمشر اردوګان سره د ليدو لپاره انقرې ته تللي او له څو ساعته بحثونو وروسته يې د پنځو ورځو لپاره د سوريې په شمال کې خپل عمليات په دې شرط ودرول، چې کردي ملېشې به له يادې سيمې وځي او دغلته به د ترک پوځيانو تر واک لاندې امن سيمه رامنځته کيږي
اردوګان نن سه شنبه وروستۍ نېټه اعلان کړې او خبرداری يې ورکړی، که ټولې کردي ملېشې له سيمې ونه وتلې، ترکي پوځيان به يو ځل بيا هلته عمليات پيل کړي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي