برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

عربی هیوادونه دې په بحرین کې فلسطیني ضد کنفرانس بایکاټ کړي

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره له عربی هیوادونو غوښتي دي ، دپيړۍ دمعاملې داقتصادي فیز د لومړنۍ مرحلې په باب دې په بحرین کې کنفرانس کې ګډون نه کوي اوبایکاټ دې کړي .



د بحرین کنفرانس چې د پيړۍ دمعاملې داجرا لومړنۍ مرحله به وي ،ټاکل شوې ده،دجون په ۲۵ او ۲۶نیټه په بحرین کې ترسره شي او په فلسطیني ټاټوبي کې د پانګونې جذبول او فلسطین ته په کم سود د پور د ورکول ئې موخې اعلان شوي دي .
دفلسطین حماس غورځنګ په دغې اعلامیې کې همداراز د بحرین د کنفرانس په ترسره کیدا داندیښنې په ښودلو سره عربو هیوادونو ته خبرداری ورکړی، له هر ډول هغه اقدام اوفعالیته دې چې د پیړۍ دمعاملې د اجرائي فیز ته واریدیدو او دعادي کولو لامل کیږي ، ډډه وکړي .دغه مبارز غورځنګ په دغې اعلامیې کې هیله ښودلې ، دبحرین خلک صهونیسټي جنایتکار پخپلې خاورې کې ونه مني او خپل ټاټوبی دې دصهونیسټانو په شتون سره نجس نه کړي .
امریکائي رسندویو ادعا کړې چې دبحرین په دغه کنفرانس کې به دځينو عربو هیوادونو ،دکورواکه تشکیلاتو استازي او پانګوال ګډون وکړي .
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکار او زوم جرد کوشنر له دې مخکې وئيلي وو ، چې دپيړۍ معامله به د روژې له میاشتې وروسته اعلان شي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي