برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۵ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

عربی هیوادونه باید ګډون ونه کړی .

آریانانیوز: دسپوټنیک خبری آژانس د راپور په اساس د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس ویندوی حازم قاسم په یولړ څرګندونو کې پر عربی اتحادئې غږ کړی ، له خپلو غړو هیوادون ودې وغواړی ، د بحرین په تش په نامه اقتصادی غونډې کې دې چې د پیړۍ دمعاملې په چوکاټ کې به ترسره شی ، ګډون ونه کړی .
هغه وئیلی دی ، دبحرین په اقتصادی ناستې کې ګډون ، دفلسطین په باب د عربی اتحادئې له مصوبو او فیصلو سره په تضاد کې دی .
د هغه په وینا،په دغې غونډې کې له ګډون سره دځینو عربوهیوادونو مخالفت ، د عربانو دیوه اصلی موضوع په توګه دفلسطین موضوع په وړاندې عربی اوملی هویَت ته دهغوی دپابندۍ ښودنه کوی .
ټاکل شوې ده ،دبحرین په پلازمینې منامې کې د امریکا په بلنې سره د جون په ۲۵ او ۲۶ نیټه،دفلسطینیانو د وضَعیت دښه کولو په ادعا او د فلسطین په ټاټوبی کې د تش په نامه پانګونې د جذبولولو داعلان په موخې سره د منامې غونډه ترسره شی .

شریک یي کړئ!