برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

عربستان او امریکاپه یمن کې دبیالوجیک جنګ پیل

آریانانیوز: دفرانسې لوګران سوار خپرونې په یوې مقالې کې دعربستان اوامریکاله خوا په بیولوجیک وسلو سره د یمن دعامو خلکو په تیره بیا د ماشومانو وژلو خطرناکې دسیسې ته په اشارې سره لیکلی دی ، امریکا اودعربستان په مشرۍ تش په نامه عربی ائیتلاف په دغو جنایتونو سره انسانیّت شرمولی دی.
د دغې مقالې لیکوال جرمی سالت لیکلی دی په یمن کې د سعودی پیلوټانو په وسیله غورځول شوی امریکائی بمونه، د اوبو ډیمونه او اوبه خور چینلونه او دغه راز دانسان دلومړنیو ضرورتونو تاسیسات په بشپړ ډول له مینځه وړی .
دغه لیکوال همداراز د ا مریکا او آل سعود رژیم دغو غیر انسانی جنایتونو په وړاندې دملګروملتو چپتیا او لټی په سخته غندلې او دغه نړیوال اوګان ئې د دغو جنایتونو په ترسره کیدا کې شریک بللی دی .
جرمی سالټ په کوریا،وئیتنام اوعراق کې دامریکا ورته اقداماتو ته په اشارې سره زیاته کړې ، دغه موسسه یعنی ملګری ملتونه د امریکایانو اوسعودیانو رامینځة شوی نسل وژنې د درولو لپاره هیڅ کار نه ترسره کوی ، چې ډیره دشرم خبره ده .
د دغه راپور په اساس د اوبو د صفاکولو د کار د دوام لپاره د لازمو تجیهزاتو،پُروزو، کیمیائی موادو او سونګو واریدیدا منع کړائ شوی دی . دا داسې اقدامات دی چې انسانیّت ترې شرمیږی ، خو یوازې نړیواله ټولنه او اړوندنه نړیوال اورګانونه په تیره بیا ملګری ملتونه دی ، چې خپل مسئولیّت نه پیژنی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي