برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۵ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

عربستان او امارات

آریانانیوز: فرانس پریس آژانس راپورورکړی ، دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو د عربستان او متحده عربی ا ماراتو له مشرانو سره په لیدوکاتو کې وئیلی دی، امریکا ددې لپاره چې واشنګټن په فارس خلیج کې د امنیتی څارنې درست لګښتونه ورنکړی ، دلګښتونو په ورکولو کې د نورو د ګډون غوښتونکی دی .
له دې سره په یووخت دامریکا ولسمشر ټرمپ هم په فارس خلیج کې د سپینې مانۍ تاؤتریخجنو کړنو ته د چین او جاپان د کاږلو لپاهر په هڅې کې وئیلی دی ، چین او جاپان دې پخپله دهرمز تنګی ساتنه وکړی . ځکه د چین د تیلو یو نوی فی صده برخه او د جاپان هم دوه شپیت فی صدی تیل او د نورو ډیرو هیوادونو د سونګو مواد له هرمز تنګی لارې تیریږی ، پر دې اساس مونږ ولې له کلونو راهسې د نورو هیوادونو لپاره د کشتیو د تلو راتلو ساتنه اودفاع وکړو ،له دې پرته چې لګښت ئې ترلاسه کړو .
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا دسعودی مشران شیدې ورکونکی غواګانې بللی او وئیلی ئې دی ،باید له سعودیانو لازیاتې پیسې ترلاسه کړو ځکه دوی ډیرې پیسې لری.
د ایران دا سلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف دسعودیانو په سپکاویو کې دټرمپ له سپیرو څرګندونو وروسته پخپل ټونلیز پیغام کې لیکلی دی،دغه شان سپکاوی ، پرَدیو ته د امنیت د سپارلو دتوهم جایزه ده .
له دې سره په یووخت د امریکا د کانګرس د بودجې دکمیشن مشر او له کنټاکی ایالت یوه ډیموکراټ غړی جان یارموت دخپل هیواد ولسمشر د ایران په وړاندې د خپل کړچار په دلیل یو احمق او لیونی کس بللی او وئیلی دی ډونالډټرمپ باید له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې وتلو مخکې ددغې نړیوالې ایټمی موافقې ځانګړنې ارزولی وائ .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي