برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۸ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

عراق د ایران پرضد دامریکا بندیزونه نه منی

آریانانیوز: العراقیه ټیلی ویژن دراپور پراساس دعراق لومړی وزیر حیدر العبادی دایران پرضد د امریکا د بایکاټونو په نوی پړاو نیوکې سره ټینګار وکړ عراق په دغو بندیزونو کښې ګډون نه کوی.


هغه دایران پرضد د امریکا د نویو بندیزونو لګولو ته په اشارې سره وویل عراق هیڅکله دایران پرضد دامریکا په بایکاټونو کښې ګډون او ملګرتیا نه کوی خو په عین حال کښې دهیواد دګټو ساتلو او دملت دفاع ته پاې بند دی .
دعراق لومړی وزیر حیدرالعبادی وویل مونږ د ایران پرضد د نړیوالو بایکاټونو د لګولو مخالف یوو .
هغه وویل دعراق پرضد د دغو بایکاټونو بیلګه ډیر د هیواد او دملت د کمزورتیا سبب شوه او په همدې دلیل په چټی پلمو سره د نورو هیوادونو پرضد د بایکاټونو دلګولو  پرخلاف یوو .
دامریکا دیکتاتور او سرزوری ولسمشر ټرمپ د اګست په شپږمه (۶)نیټه په یوه(۱) حکم کښې د سرو زرو(Gold) او دګاډو د جوړولو په برخه کښې دایران پرضد ځینې غیر قانونی بایکاټونه له سره پیل کړل .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي