برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

صهیونیسټ رژیم د فلسطین دوه ماشومان شهیدان کړل

په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د پوځ دجنګی الوتکو په برید کښې دوه(۲) فلسطینی ماشومان شهیدان شول.


دصهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو پرون دفلسطین په غزې تړانګې  کښې په «الکتیبه »سیمې بمبارې وکړې او په ترڅ کښې یې دوه(۲) فلسطینی ماشومان شهیدان او پینځلس (۱۵)نور ژوبل شول .
د صهیونیسټ رژیم دپوځ جنګی الوتکو پرون  دفلسطین دغزې تړانګې په  بیلابیلو سیمو څو ځله بمبارې وکړې .
وړمه شپه هم دصهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو  دغزې تړانګې په څو سیمو دتوغندیو برید کړی وو .
له دغو حملو وروسته د فلسطین مقاومت ډلو هم صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته په ځواب کښې په یودیرشو(۳۱) توغندیو سره دفلسطین په نیواکی سیمو کښې په صهیونیسټ میشته ښارګیو بریدونه وکړل .

شریک یي کړئ!