برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

شيخ سلمان عوده د اصلاحاتو دغوښتو له امله له مرګ سره مخ دی

آریانانیوز: د مشهور سعودي عالم او دعوتګر شيخ سلمان العوده زوی عبدالله عوده وايي، پلار يې په خپل هېواد کې د اصلاحاتو غوښتنه کوله، له همدې امله له مرګ سره مخ دی.



عبدالله عوده د برتانيې «ګارډين» ورځپاڼې ته په يوه مقاله کې ويلي، د سعودي عربستان لويې څارنوالۍ د ده پر پلار د اعدام پرېکړه کړې او هغه يې په جعلي قضيو کې پر فساد او حکومت ضد فعاليتونو تورن کړی دی
My father called for reform in Saudi Arabia. Now he faces death | Saudi Arabia | The Guardian https://t.co/cIdWYhw7BP
— د. عبدالله العودة (@aalodah) August 13, 2019
د شيخ عوده زوی وايي، پلار يې په سپينه ږيره او مریض ځان له شکنجو سره مخ دی، لاسونه او پښې يې تړل شوي، د خوب او درملو سربېره له هر ډول حقونو محروم ساتل شوی دی
عبدالله عوده زياتوي، حکومت د دوی د کورنۍ ۱۷ کسان بهر ته له سفره منعه کړي او استخباراتو د ده تره «خالد» هم يوازې له دې امله نيولی، چې د شيخ عوده د بندي کېدو په اړه يې ټويټرپاڼه کې پيغام خپور کړی و
څو مياشتې مخکې، چې د سلمان عوده کورنۍ هغه ته د ليدو په موخه زندان ته ورغلي وو، د زندان چارواکو د بد چلند په اړه يې ورته شکايت کړی و، چې له خوب، خوراک او دوا يې محروم کړی او پر ده يې داسې تش کاعذونه هم لاسليک کړي، چې دی يې له منځه نه دی خبر
شيخ سلمان العوده د ۲۰۱۷ کال په سپټمبر مياشت کې وروسته تر هغه ونيول شو، چې د سعودي او قطر بحران پر مهال يې د مسلمانانو ترمنځ د يووالي او اتفاق دعا کړې وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي