برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

شيخ احمد الريسوني د مسلمانو علماوو د نړيوالې اتحاديې مشر وټاکل شو

آریانانیوز: د مسلمانو علماوو اتحاديې د المغرب عالم احمد الريسوني د شيخ يوسف القرضاوي پر ځای د دغې اتحاديې مشر ټاکلی دی.


شيخ قرضاوي، د دغې اتحاديې بنسټګر و، تېره ورځ يې د ترکيې په استنبول ښار کې د اسلامي نړۍ د ۱۰۳۰ علماوو او پنځوسو اسلامي ټولنو د استازو په حضور کې د دغې اتحاديې مشري شيخ احمد الريسوني ته وسپارله.

د مسلمانو علماوو نړيوالې اتحاديې په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې ريسوني د غونډې د ګډونوالو په قاطع اکثريت د دغې اتحاديې مشر ټاکل شوی او ۹۳ سلنه علماوو خپلې رايې ورکړي دي.
شيخ احمد الريسوني په تېرو وختونو کې د شيخ قرضاوي مرستيال و.
په دغه غونډه کې د شيخ احمد الريسوني لپاره څلور مرستيالان هم ټاکل شوي دي، چې نومونه يې احمد الخليلي، عصام البشير، خیرالدين قهرمان او حبیب سالم الجفري دي.
اصلاح او پخلاينه:
شيخ الريسوني او څلور مرستيالان يې د مسلمانو علماوو د نړيوالې اتحاديې په هغه غونډه کې ټاکل شوي، چې د «اصلاح او پخلاينې» تر عنوان لاندې په استنبول ښار جوړه شوې وه.
د اسلامي نړۍ د علماوو دغه غونډه په ۲۰۰۴ کال کې د خپل بنسټ له پيله تر ټولو ستره غونډه بلل شوې او په درې ورځنۍ جلسې کې د غونډې ګډونوالو د اسلامي امت ترمنځ د اصلاح او پخلاينې سربېره په اقتصادي او سياسي موضوعاتو هم خبرې کړي دي.
د غونډې ګډونوالو علماوو د اسلامي امت د ولسونو او چارواکو او همدارنګه د اسلامي هېوادونو د چارواکو د خپلمنځي اختلافاتو په لرې کولو او د امت د خپلمنځي اصلاح په اړه وړانديزونه درلودل.
په دغه جلسه کې د مسلمانو علماوو د نړيوالې اتحاديې د مشر او مرستيالانو سربېره د دغې اتحاديې د سرمنشي او مرستيالانو ټاکنې هم شوي دي.
دغه ټاکنې په اليکټرونيکي طريقه شوي او څارنه يې يو شمېر علماوو، قانونپوهانو او قاضيانو کړې او پر شفافيت يې ډاډ ښکاره کړی دی.
د ټاکنيز بهير څارونکو غړو د رايې په اچونې د برخې اخيستو حق نه درلود.
د شيخ قرضاوي وروستۍ وينا
شيخ يوسف القرضاوي د دغې جلسې په پرانيستغونډه کې وويل، چې دی د وروستي ځل لپاره د دې اتحاديې په غونډه کې وينا کوي او نور نه غواړي، چې د مسلمانو علماوو د نړيوالې اتحاديې مشرۍ ته ځان کانديد کړي.
شيخ قرضاوي زياته کړې، چې د مسلمانو علماوو نړيوالې اتحاديې د اسلامي امت په کچه ډېر او ستر کارونه کړي او د امت پر وړاندې ستر مسؤوليتونه لري.

شریک یي کړئ!