برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۶ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

شيخ ابوبکر الجزايري وفات سو

آریانانیوز: نامتو مفسر او د ګټورو اسلامي کتابونو ليکوال او دعوتګر شيخ ابو بكر الجزائري رحمه الله په مدينه منوره کي د ۱۴۳۹ هـ کال د ذوالحجې مياشتي پر څلورمه ، چي د ۲۰۱۸ ع، کال د اګست د مياشتي د ۱۵ مي سره سمون خوري د چار شنبې په سهار د 98 کلونو په عمر وفات سو.



شيخ ابو بكر جابر بن موسی بن عبدالقادر بن جابر الجزائري په ۱۹۲۱ ع. کال د الجزاير په جنوب کي د بسکره ولايت په ليوه نومي کلي کي وزېږېد. خپل علمي ژوند يې په خپل کلي کي پيل کړ، قرآن کريم يې حفظ کړ او په عربي ژبه او مالکي فقه کي يې د ځينو متونو زده کړه سر ته ورسول. بيا يې په بسکره ښار کي ځيني نقلي او عقلي علوم د دغه ښار له مشايخو څخه ترلاسه کړل، چي په پايله کي يې په يوه محلي ښوونځي کي د درس ورکولو وړ وګرځېد.
په ۱۹۵۳ع. کال د خپلي کورنۍ سره مدينې منورې ته کډه سو. هلته يې د عالمانو او مشايخو له حلقو څخه د اسلامي علومو زده کړي ترلاسه کړې. بيا يې د مکې مکرمې د قضا له رياست څخه په نبوي مسجد کي د درس ورکولو اجازه واخيسته، هلته يې د درس ورکولو حلقه پرانيسته او په هغې کي يې د قرآن کريم د تفسير، نبوي احاديثو او نورو اسلامي علومو درس ورکاوه. د دې تر څنګ يې د مدينې منورې په ځينو ښوونځيو او دار الحديث کي هم درس ورکاوه. بيا کله چي په ۱۳۸۰ هـ کال د مدينې منورې اسلامي پوهنتون پرانيستل سو دی يې له لومړنيو استادانو څخه وو او پر دې دنده باندي په ۱۴۰۶ هـ کال تقاعد ته د سوقېدو تر مهاله پاته سو.
تر تقاعد وروسته يې په نبوي حرم کي پر تدريس سربېره هره ورځ تر غرمې دمخه په خپل کور کي شاګردانو ته خپل تفسير ”ايسر التفاسير“ او بخاري شريف او د امام مالک موطأ تدريسول.
په نبوي مسجد کي يې تر شپېتو کالو زيات درس ورکړ او د اسلام د خدمت او هغه ته د بلني لپاره يې د ستايني وړ هلي ځلي وکړې.
نوموړي اسلامي عالم لاندي کتابونه ليکلي دي:
رسائل الجزائري ـ (23) رسالې دي چي د اسلام او دعوة په هکله بحث کوي.
منهاج المسلم ـ د عقائدو، آدابو، اخلاقو، عباداتو او معاملاتو کتاب دی.
عقيدة المؤمن ـ د مسلمان د عقايدو د اصولو په اړه کتاب دی.
أيسر التفاسير لكلام العلي الكبير، په پنځو ټوکونو کي د قرآن کريم تفسير دی.
امرأة المسلمة.
الدولة الإسلامية.
الضروريات الفقهية ـ په مالکي فقه کي رساله ده.

هذا الحبيب محمد صلى الله عليه وسلم.. يا محب ـ د السيرت کتاب دی
كمال الأمة في صلاح عقيدتها.
هؤلاء هم اليهود.
التصوف يا عباد الله.
نداءات الرحمن لأهل الإيمان.
او نور.
الله دې د اسلام لپاره زيارونه قبول کړي او جنت دې ځای سي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي