برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۷ بهمن , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

سنوډن: امریکا د خبریالانو د ګمراه کولو هڅه کوي

آریانانیوز: د امریکا د ملي امنیت ادارې پخواني کارکونکي اعلان وکړ چې واشنګټن د الوتونکو څیزونو په اړه څه وايي پرته له دې چې له نورو مسلو په اړه د ژورنالیستانو پام واړوي بله موخه نه لري.


اډوارډ سنوډن د اسنادو افشا کوونکی او د امریکا د ملي امنیت د ادارې پخوانی کارکوونکی په شمالي امریکا کې د نامعلومو الوتونکو شیانو پیژندنه او له منځه وړل د پلان شوي عمل په توګه وګڼل چې له نورو مسلو لکه د نورډ سټریم پایپ لاینونو ورانول او چاودنو څخه د ژورنالیستانو د ګمراه کولو په هدف ترسره کیږي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، وروسته له هغې چې د شمالي امریکا د هوايي دفاع قوماندان وویل: “د تحقیقاتو د پروسې تر پای ته رسیدو پورې، د متحده ایالتو اردو هیڅ احتمال نه ردوي چې دا نامعلوم الوتونکي شیان حتی له ځمکې هاخوا موجودات وي.”

اډوارډ سنوډن پر خپل ټویټر لیکلي: دا له ځمکې هاخوا موجودات نه دي. کاش چې دوی دغسي شیان وای، مګر دوی نه دي.

هغه لیکلي: د شمالي امریکا په اسمان کې د دریو نورو نامعلومو الوتونکو شیانو پیژندنه په حقیقت کې د طراحي شوي وحشت رامینځته کول دي. یوه جذابه ستونزه به دا تضمین کړي چې د ملي امنیت حوزې خبریالان د بودیجې یا نورډ سټریم چاودنې په څیر مسلو پرځای د درواغو بالونونو مسلې په څیړنه کې بوخت شي.

متحده ایالاتو په تیره اونۍ کې په شمالي امریکا کې څلور شیان ویشتلي ، چې لومړی یې د فبرورۍ په څلورمه د سویلي کارولینا له سواحلو څخه د چینایي استخباراتو بالون و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي