برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۲ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سعودي، غربي او صهيونېسټي مثلث د شېخ زکزاکي د نيولو د دوام د پردې شا ته

د یورپوټ له مخې د نائجيريې يه سياسي فعال يوسف کبير وويل: هم هغه ډول چې د نائجېريه د اسلامي غورځنګ مشر شېخ ابراهيم زاکزاکي په خپله هم له نيول کښې وروسته ويلي دي چې سعودي د امريکې او برطانيې په حکم نائجيريې له فوځي ځواکونو سره مالي مرسته وکړه چې هغوي په ۲۰۱۵ کال کښې په زاريا ښار کښې د شيعه مسلمانانو د قتل عام او د شېخ ابراهيم زاکزاکي د نيولو اقدام وکړ.


يوسف کبير د اسلامي نړۍ لپاره د شېخ زکزاکي خدمتونو ته په اشارې سره وويل: هغه له شل کلنۍ راهسې خپل ټول ژوند، عمر او وخت د اسلام د مبين دين لپاره خرچ کړے او د هغه په هدايت سره ډېر زيات آفريقايان د اسلام مبين دين او تشيع مذهب ته راواوړېدلي دي. يوسف کبير د شېخ زکزاکي همدغه خدمتونه له هغه سره د صهيونېسټانو او سعوديانو د دښمنۍ وجه وبلله او زياته يې کړه: شېخ زاکزاکي په دې لار کښې د ډېرو زياتو سختو په زغملو کښې په ځلونو جېل کښې اچول شوے او شپږ زامن يې هم د نائجېريه د فوځي په لاسو شهيدان شوي دي.
شېخ ابراهيم زکزاکي چې په ۱۹۵۳ کښې د نائجريه د کادونا صوبې په زاريا ښار کښې زېږېدلے دے په ۱۹۷۰ لسيزه کښې د هغه د ځوانۍ له دوران سره سم په خپل هېواد کښې له مارکسېسټي او کميونېسټي بهيرونو او نظرياتو سره فکري مقابلې ته ملا وتړله.
د سوچه اسلام د ترويج او د مسلمانانو ترمېنځ د اتحاد لپاره د دغه ديني عالم او متفکر هلې ځلې له هغه سره د صهيونېسټانو او سعوديانو او په آفريقا کښې د هغوي د لاسپوسو د دښمنۍ سبب شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي