برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۷ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

زموږ پر کليسا د بريد لامل

آریانانیوز: د یهودو مذهبي مشرانو د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته په پرانيستي ليک کې ويلي، چې پنسلوانيا ايالت کې د يهودانو پر معبد د بريد لامل د ټرمپ تګلاره ده او په وينا يې ټرمپ د امريکا سپين پوستي پر نورو لوړ بولي.


د یهودي مذهبي مشرانو په دغه پرانيستي ليک ټرمپ مخاطب کړی: «په تېرو درې کلونو کې ستاسې د ويناوو او سياست له امله سپين پوستو کې د برترۍ فکر زيات شوی، زموږ قاتل تاسې هم وحشي بللی، خو دا ټول تاوتريخوالی ستاسې د سياست او تګلارې له امله دی.»
د یهودو مشرانو له ټرمپ څخه غوښتي، چې د لږه‌کيو پر ضد توپيري چلند پای ته ورسوي، د کډوالو او امریکا ته د راتلونکو خلکو پر وړاندې سياست کې بدلون راولي او ديموکراسي ته ژمن پاتې شي.
ټرمپ ويلي، چې د پنسلوانيا په پيټپرګ ښار کې د يهودانو په معبد د شوي بريد له قربانيانو سره د غمرازۍ لپاره به دغې کليسا ته ورشي، خو يهودي مذهبي مشرانو خبرداری ورکړی، چې ټرمپ ته به دغلته هرکلی ونه وايي.
وړمه ورځ د يهودانو پر يوه کليسا بريد کې لږ تر لږه يوولس کسان وژل شوي وو.
د دغې پېښې عامل روبرټ باورز نوميده او ويل يې، چې«ټول يهود بايد ووژل شي.»
په امريکا کې ګڼ شمېر ښي اړخي په دې باور دي، چې يهودان پر حکومت او پانګو د قبضې کولو لپاره دسيسې جوړوي او د دغه فکر لرونکي خلک د ټرمپ په اداره کې ډېر دي، چې د یهودو لپاره پر ټولې امريکا خپلې منګولې نورې هم ټينګې کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي