برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

زموږ پر پوځي پريډ بريد کې د امريکا د سيمه ييزو متحدينو لاس دی

آریانانیوز: د ایران مذهبي مشر ایة الله علي خامنئي د امریکا پر سيمه ييزو متحدينو تور پورې کړی، چې تېره ورځ يې اهواز ښار کې د پوځ پر پريډ بريد پلان کړی و، چې له امله يې ۲۵ پوځيان وژل شوي او له پنځوسو ډېر ټپيان وو.



د ایران وسله وال ځواک تور لګولی، چې د دغو بريدونو تر شا د خليج د دوو دولتونو لاس دی او ګواښ يې کړی، چې د دغه بريد غچ به ډېر ژر واخلي.
علي خامنئي په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې دغه بريد په سيمه کې د ایران پر ضد د امريکا د متحدينو له لوري د امریکا د ګټو لپاره ترسره شوی او موخه يې د ایران د امنيت له منځه وړل دي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني هم ويلي، چې کوم هېوادونه «ترهګرو» ته رسنيز او معلوماتي مرستې ورکوي، هغوی د دغه بريد مسووليت پر غاړه لري او ګواښ يې کړی، چې د دغه بريد غچ به ډېر ژر واخلي.
د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف هم په خپل ټويټر کې دغه برید غندلی او زياته کړې يې ده، چې سيمه ييز هېوادونه د خپلو امریکايي مشرانو د خوشحالولو لپاره په ایران کې نا امنيو ته لمن وهي.
د ایران د وسله والو ځواکونو يوه وياند عبدالفضل شکارجي تور پورې کړی، چې دوه خليجي دولتونه د دغه بريد تر شا دي. نوموړي ټينګار کړی، چې څلور واړه بریدګر وژل شوي دي.
د بريد پړه داعش ډلې منلې، خو شکارجي د داعش ادعا رد کړې او زياتوي، چې د دغه بريد تر شا د امریکا د سيمه ييزو متحدينو او اسرائيلي استخباراتو لاس دی.
د اهواز د خپلواکۍ تحريک په نوم يوې وسله والې ډلې د تېرې ورځې د بريد پړه منلې او د ایران دفاع وزارت يې هم پخلی کړی دی.
د ایران د دفاع وزارت وياند رمضان شريف ويلي، چې دغه برید د اهواز د خپلواکۍ تحريک کړی، چې سعودي يې مالي او پوځي ملاتړ کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي