برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۴ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

روسیې هم په خپله امریکا په نښه کړي.

آریانانیوز: روسیه ولسمشر پوتین په مسکو کې ملت ته په خپله وینا کې تکرار کړه چې د ۱۹۸۷ کال د «ای اېن اېف» یا د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د کنټرول له تړونه امریکا له دې کبله ووته چې خپلو دفاعي سیستمونو ته پراختیا ورکړي.


د امریکا متحده ایالاتو د روانې میاشتې په سر کې له دغه تړونه د وتلو شپږ میاشتنۍ پروسه پیل کړه.
دا اقدام وروسته له هغه وشو چې واشنګټن او ناټو په پرله‌پسې ډول مسکو تورن کړ چې د «9M729» ډوله د کروز توغندي په جوړېدو سره‌یې دغه تړون نقض کړی دی، خو مسکو دا تور ردوي.د روسیې ولسمشر وایي، روسیه امریکا نه‌ګواښي، بلکې له هغوی سره دوستانه اړیکې غواړي.
ده وویل:روسیه غواړي چې له امریکا متحده ایالاتو سره په یوه متوازن چوکاټ کې هر اړخیزې دوستانه اړیکې ولري، روسیه هېڅ‌څوک نه‌ګواښي، په امنیتي برخه کې زموږ ټول اقدامات کاملاً دوه اړخیز دي او دا د دفاعي خاصیت په معنی ده، موږ له هغوی سره د مقابلې لېوال نه‌یوو، په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو په څېر له یوه نړیوال ځواک سره.
ولسمشر پوتین امریکا تورنه کړه چې د روسیې مشروع ګټې له پامه غورځوي او د روسیې ضد فعالیتونه کوي.
هغه‌یې بېلګې پر مسکو اقتصادي بندیزونه یاد کړل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي