برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۱ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

روسیې دترهګرو ډلو دولس توغندی شنډ کړل

آریانانیوز: د سوریې په لویدیځ کښې په حمییم اډې کښې د روسیې د غږملیتامرکز بیګا وویل ددغه اډې دافع هوا سیسټم دولس(۱۲) توغندی نسکور کړی دی .



په دغه اډې کښې د روسیې پوځی قوماندان برید جنرال ویکتور کوپچیشین وویل دسوریې په شمال لویدیځ کښې په ادلب ولایت کښې د تاوتریخوالی دکمولو په سیمه کښې دیره ترهګرو په حمیمیم (Khmeimim Air Base) هوایی اډې دولس (۱۲)توغندی وویشتل .
د روسیې هوایی ځواک او د سوریې پوځیانو د ترهګرو له دغه توغندوی بریدونو وروسته په ادلب ولایت کښې په هغو سیمو چې توغندی ترې ویشتل شوی وو بمبارې وکړې چې له کبله یې د ترهګرو ډلو مرکز تباه او یوشمیر ټروریسټان هم هلاک شول .
ادلب ولایت په سوریې کښې د ترهګرو ډلو اخری مرکز دی .
بل خبر دا چې دسوریې پوځ پرون دحماه ولایت په خوا کښې کفر نبوده(Kafr Nabudah) ستراتیژیک ښارګی له ترهګرو ازاد کړ .
د حماه ولایت په خوا کښې کفرنبوده (Kafr Nabudah)ستراتیژیک ښارګی ددغه ولایت شمالی او لویدیځې سیمې له یوبل سره ګنډی .
د سوریې دپوځ له عملیاتو او دادلب ولایت په لور له پرمختګ سره په یووخت ترکیې هم له سوریې سره په خپل سرحد کښې دعسکرو او دتجهیزاتو شمیر زیات کړی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي