برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۸ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

روسیه: د سوریې رژیم یوې مخالفې ډلې په ادلیب کې کیمیاوي وسله کارولې

آریانانیوز: روسیه وايي، د سوریې د رژیم یوې مخالفې وسله‌والې ډلې په شمالي ولایت ادلیب کې کیمیاوي وسله کارولې ده.


د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګي ریابکوف تور پورې کړی چې د “شام د ازادۍ د کمېټې” په نوم له القاعده شبکې سره یوه تړلې ډله غواړي د ادلیب پر ولایت حمله وکړي.

ریابکوف دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ به داسې حال کې کړې دي چې واشنګټن او اروپايي متحدانو یې خبرداری ورکړی چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته وفادار ځواکونه پر ادلیب د یوې پراخې حملې لپاره چمتووالی نیسي.

ادلیب دا مهال د حکومت د مخالفو وسله‌والو په کنټرول کې دی.

د سوریې جګړه کې چې له تېرو اوو کلونو راهیسې روانه ده، روسیه د بشارالاسد د رژیم نږدې متحد هېواد ګڼل کېږي.

په دې جګړه کې تر اوسه تر د ۳۵۰ زرو زیات کسان وژل شوي او په میلونونه نور سوریایان بې‌کوره شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي