برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۷ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کلابندۍ د ماتولو په لاریون د صهوینسټ رژیم د پوځیانو ډزې

آریانانیوز: د فلسطین دمعا خبري اژانس له قوله راپور راکړی ، د غزې د محاصرې د ماتولو لپاره یولسم سمندري لاریون  پرون د لسو کشتیو لخوا چې پکې  په لسګونو فلسطینیان منجمله ناروغان ، ژوبل ،  او محصلان شامل وو د غزې ښار له صیادانو بندره د غزې په شمال کې  په سمندري  پولو کې ترسره شو.


د دغه راپور له مخې د صهیونسټ رژیم  جنګي کشتیو د فلسطینیانو د کاروان د لسګونو کشتیو په لور ډزې وکړې  او مظاهره چیان یې وویشتل.
فلسطینیو ځوانانو هم  د غزې د شمال په سمندري پولو کې د یوولسم لاریون په ملاتړ کې  ټایرونو ته اور ورته کړ.
د غزې تړانګه  له دوه زره شپږم کال د صهیونسټ رژیم د ځمکنۍ، هوایي او سمندري محاصرې لاندې ده او د دغه سیمې خلک له ډیرو ستونزو سره مخامخ  دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي