برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کشمیر مسله پوځی حل لاره نلری

آریانانیوز: د هند لومړی وزیر ناریندرا مودی(Narendra Modi) وویل د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر پوځی حل لاره نلری.



هغه پرون په نوی ډیلی کښې د هندوستان د خپلواکۍ د کلیزې په دستورو کښې په دې خبرې ټینګار سره چې د کشمیر مسله په زور او جنګ سره نه هواریږی ددغه سیمې د کړکیچ یوازنۍ حل لاره د کشمیر له خلکو ملاتړ او دهغوې د مشکلاتو ختمول وباله .
د هندوستان دلومړی وزیر ناریندرا مودی دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې د دغه هیواد تر ولکې لاندې د کشمیر سیمې حالات د۲۰۱۶ میلادی کال دجولاۍ دمیاشتې له اتمې(۸) نیټې راهسې د« حزب المجاهدین »ډلې د قومندان برهان مظفر وانی په وژل کیدا سره کړکیچن شوی دی او په دې موده کښې دکشمیر په اعتراض کونکو د هند دامنیتی ځواکونو په حملو کښې په سلګونو کسان وژل شوی او په زرګونو نور ژوبل شوی او ډیر نور نیول شوی هم دی .
د کشمیر خلک ددغه سیمې د برخلیک د ټاکلو لپاره د ټولپوښتنې د ترسره کیدا په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو داجرا غوښتونکی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي