برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر په یټالیاکی له چین نه زیات شول

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی په اروپایي هېواد ایټالیا کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر د تازه شمېرو له مخې (۳۴۰۵) تنو ته رسیدلی دی چې ټولټال شمېره یې له چین څخه پورته شوه
په دغه هېواد کې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۴۲۷ کسان د کرونا ویروس له کبله وژل شوي، دا په تېرو درې اونیو کې تر ټولو زیاته شمېره ده
په داسې حال کې چې تېره ورځ په ټول چین کې د کرونا ویروس مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو یوازې ۸ تنه مړه شوي دي
چین کې په لومړي وار د دیسمبر میاشتې په وروستیو او د جنوري په پېل کې د کرونا ویروس خپور شو چې په مخنیوي کې یې چټک ګامونه پورته شول خو بیا یې هم تر ۸۰زرو زیات کسان ونیول
د یادې شمېرې له مخې له پېله تر ننه په چین کې ۳۲۴۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی خو له ۷۰زرو زیات یې بیرته روغ او پاتې نور تر تداوۍ لاندې دي
ایټالیا کې بیا تر دې مهاله ۴۱زره تنه پر ویروس اخته شوي چې له مخې یې د مړو شمېر ۳۴۰۵ تنو ته رسیدلی او لا هم په چټکۍ روان دی
له چین او ایټالیا وروسته ایران دریم هېواد دی چې د کرونا ویروس له کبله په کې زیاتې مړینه رامنځته شوې، دغه هېواد کې ۱۲۸۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، په همدې اساس اسپانیا کې ۸۳۱ تنه وژل شوي دي
باید وویل شي چې د نړۍ په ۱۶۰ هېوادونو کې نږدې ۲۵۰زره کسان پر کرونا اخته شوي، له کبله یې له ۱۰زرو زیات وژل شوي او نږدې ۹۰زره بیرته روغ شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي