برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ښاریزتوب نوي قانون به هیڅ کله به یی اجرانه کړي

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د هندوستاني رسنیو له قوله لیکلي دي چې د پودوچري صوبې وزیراعلی وي نارائن سوامي پرون د دغه هیواد په سینیټ کښې د ښاریزتوب د نوې لایحې له تصویبیدو سره د مخالفت په ترڅ کښې وویل چې دغه قانون مسلمانان په نښه کړې دي او هیڅ کله به یې اجرا نه کړي.
هغه د هندوستان د حکومت خطرناکو او د مذهبي اقلیتونو خلاف پریکړو ته په اشارې سره زیاته کړه: د اساسي قانون له مخې ټولو دینی لږکیو ته باید په یوه سترګه وکتل شي خو نوی ډیلی د مذهب خلاف د توکمپالو سیاستونو په اجرا کولو لګیا دی.
هغه چې د هندوستان د کانګرس ګوند جګ پوړی غړی دی، ټینګار کړ: په هغو ټولو صوبو کښې چې قدرت یې د دغه ګوند په لاس کښې دی، د ښاریزتوب نوی قانون به اجرا نه شي.
د غربي بنګال صوبې اعلی وزیرې ممتا بزنجي هم په وروستیو اعتراضونو کښې د نیول شویو کسانو لپاره د یو ستر کیمپ د جوړولو په هکله د هندوستان د حکومت له حکم سره د مخالفت په ترڅ کښې وویل: هیڅ کله به د مذهبي توکمپالنې د یو قانون د اجرا لپاره به د دغه شان کیمپ د جوړولو اجازه ورنه کړو.
د ویلو ده چې په هندوستان کښې د ښاریزتوب په نوي قانون باندې د اعتراضونو او د معترضانو د ځپنې له امله تقریباً ۲۵ کسان وژل شوي او زرګونه نور نیول شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي