برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۶ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ډونالډټرمپ سره دعراق مشرانو له لیدوکاتوڅخه ډډه

آریانانیوز: دلبنا المیادین ټیلیویژنی چینل دیوراپورپه اساس - دعراق مشرانو ،یعنی ولسمشر ، لومړی وزیر او دپارلیمان مشر ، په الانبار ولایت کې د عین الاسد پوځی مرکز دشپې مهال د ورتلو لپاره دامریاک دولسمشر ډونالډټرمپ غوښتنه رد کړې او له هغه سره له لیدوکاتو ډډه کړې ده .


دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې بیګا په یوه نااعلان شوی سفر کې د عراق په لویدیځ کې په الانبار ولایت کې عین الاسد پوځی مرکز ته تللی ، دعراق له لومړی وزیر عادل عبدالمهدی سره له کتنې پرته له دغه هیواده بیرته ستون شوی دی .
سپینې مانۍ البته وئیلی دی ، ټرمپ چې په ناڅاپی ډول عراق ته تللی ، دعراق له لومړی وزیر عادل عبدالمهدی سره ئې ټیلیفونی خبرې کړی دی .
په عین حال کې ، دهغو اطلاعاتو په اساس چې دلبنا المیادین ټیلیویژنی چینل په وسیله خپرې شوی ، دعراق مشرانو ،یعنی ولسمشر ، لومړی وزیر او دپارلیمان مشر ، په الانبار ولایت کې د عین الاسد پوځی مرکز دشپې مهال د ورتلو لپاره دامریاک دولسمشر ډونالډټرمپ غوښتنه رد کړې او له هغه سره له لیدوکاتو ډډه کړې ده .
د عراق د حزب ا… غورځنګ دکنډکونو ویندوی جعفر الحسینی دټرمپ د دغو څرګندونو په غبرګون کې وئیلی دی ، د دغه هیواد مقاومت ، به امریکا له عراقه خپلو ځواکونو ویستلو ته مجبوره کړی . او په پټه الانبار ولایت کې د امریکائی پوځیانو مرکز ته سفر د هغه د ویرې او وحشت ښودنه کوی .

شریک یي کړئ!