برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۳ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د چین دپوځی قدرت دسپک بللو په اړه امریکا ته خبرداری

آریانانیوز: د چین ددفاع وزارت ویندوی خبرداری ورکړی ، امریکا دې د خپل حاکمیّت له حق څخه په ساتنې کې د بیجینګ هوډ او توانمنئ سپکې ونه ګڼی .



ووقیان په سنګاپور کې د شانګری لا په کلنۍ ناستې کې د آسیا سیمې په بې ثباته کولو کې د چین دهڅې په باب د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست پاټریک شاناهان دڅرګندونو په غبرګون کې خبرداری ورکړ، بیجینګ دتایوان په باب دامریکا له منفی اقداماتو سره مخالف دی .
پاټریک شانان د جمعې په ورځې په سنګاپور کې په شانګری لا غونډې کې د چین ددفاع وزیر وی فنګه ،د سنګاپور د لومړی وزیر لی هسین لونګ او دبیلابیلو هیوادونو دپوځی چارواکو په شتون کې ، چین په آسیا کې د دثبات د ګډوډونکو زیاتو فعالیتونو مسئول معرفی کړ .
د شاناهان په څرګندونو دچین نوی غبرګون، د ډونالډټرمپ د حکومت دیرغلیز کړچار په مقابل کې د دغه هیواد د چارواکو دڅرګندونو په دوام کې دی . خو داسې ښکاری د چینی چارواکی دڅرګندونو اصلی هدف ، دتایوان په باب دامریکا دحکومت بې مخینې او تاؤتریخجن کړچار ته ګوزار ورکول وو. دامریکا حکومت په وروستیو میاشتو کې د واحد چین د اصل په باب د امریکا د تیرو حکومتونو له سیاسته په سرغړونې سره ، د تایوان دپوځی توان پیاوړی کول او دغه ټاپو سره نزدې اړیکو سیاست وړاندې کړی دی .
د چین په شاوخوا سمندری حدودو کې دامریکائی بیړیو دشمیر زیاتیدا او په تایوان د پرمختللو جنګی الوتکو پشمول دسټراټژیکو وسلو خرڅول ، ددغه ټاپو په باب د ډونالډټرمپ د حکومت وروستی اقدامات دی . له سیاسی پلوه هم د تایوان په باب دامریکا سیاست په احساسیدونکی توګه بدل شوی دی ، تر دې چې په همداوروستیو کې د امریکا د ملی امنیت سلاکار جان بولټن په یوه بې مخینې اقدام کې دتایوان دملی ا منیت له مشر سره لیده کاته کړی دی .
دامریکا دغه چلند،دنړۍ ددوهم ستر اقتصاد په توګه د چین د لهجې او چلند د بدلیدو لامل شوی دی . بیجینګ چې په وروستیو کلونو کې د هوائی، سمندری ، قدرت، توغندوی سسټمونو، ډول ډول توغندیو او همداراز د فضائی حوزې پشمول په پوځی حوزو کې دپام وړ وده تجروبه کړې ، اوس ئې په نفس په لازیات اعتماد سره د امریکا په مقابل کې بیرغ پورته کړی دی . د چین د ولسمشر پشمول دبیجینګ چارواکی چې په کرتو ئې ټینګار کړی ، حتی دتایوان دخاورې له یوې اینچې ځایه به هم تیر نشی ، ښه پوهیږی چې امریکاد چین تر اندازې او حده په قدرت سره د جنګ توانمنۍ نه لری ، خو هڅه کوی ،څو تاؤتریخوالو او ترینګلتیاؤ ته په لمن وهلو سره ختیځی آسیا سیمه له ناکراریو اوتاؤتریخوالو سره لاس اوګریوان کړی .
دغه کړچار نه یوازې د چین لپاره د منلو وړ نه دی ، چې حتی د امریکا ډیرو متحدانو لپاره هم دمنلو وړ نه ښکاری .
د آسټریلیا یو پخوانی پوځی افسر او د آ سیائی ګریفیث موسسې یو شناندی پیټرلیټن په چین باندې په نیوکو کې په سینګاپور کې د امریکا ددفاع وزارت دسرپرست پاتریک شاناهان څرګندونې نهیلی کونکی ګڼی او وائی، شاناهان په چین نیوکو ته دوام ورکوی،خو د اندیښنو دختمولو لپاره هیڅ سټراټژی نه وړاندې کوی ، یا هیڅ ډول عملیاتی سټراټژیکی نه لری .
نن سبا په ختیځی آسیا سیمې کې د امریکا دمتحدانو په توګه په جنوبی کوریا اوچاپان هیوادونو کې په سیمې کې د امریکاپه غیرمنطقی او تاؤتریخجنو چلندونو نیوکو په زیاتیدا دی .
په همدا وروستیو کې دجاپان چسون سینبو ورځپاڼې په یوه مطلب کې له امریکا غوښتی دی د شمالی کوریا داندیښنو د کمولو او د دواړو هیوادنوو ترمینځ د ایټمی خبرواترو دبندون دختمولو په خاطر دې رغنده اقدام ترسره کړی . دغه غوښتنه ا و دامریکا په چلندونو دختیځی آسیا سیمې په هیوادونو کې د وخت په وخت داعتراضونو ترڅنګ ورته نوره غوښتنې ښئ چې د جنوبی چین دسمندر او په تایوان کې د سپینې ماڼۍ په سیاستونو دچین سخت اعتراض ، دسیمې دهیوادونو دعمومی افکارو غوښتنه هم ده . یوه داسې فضا چې ددې واقعیّت ښودنه کوی ، نړۍ دنورو سیمو په څیر په ختیځی آسیا کې د امریکا سیاستونه هم ،د تیر وخت په نسبت ددغې سیمې دهیوادونو او عمومی افکارو له لازیات مخالفت سره مخامخ شوی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي