برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۲ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ځینوعربو هیوادونودمشرانو خیانت

آریانانیوز: د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس یوه(۱) مشر مشیر المصری دیوی مرکی په ترځ کښې له صهیونیسټ رژیم سره د ځینوعربو هیوادونو داړیکو عادی کول انتخاباتی تبلیغات او د بنیامین نتانیاهو د بریالیتوب عامل وبلل او ویې ویل د اړیکو دغه عادی کیدل د صهیونیسټ نیواکګرو لخوا د فلسطین او دغه راز د عربو هیوادونو د خلکو د حقوقو د له مینځه تلو سبب شول .
د فلسطین دپارلمان نایب رئیس احمد بحر هم له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو عادل کول د فلسطین له ملت سره خیانت وباله او ویې ویل دغه اقدام د صهیونیسټانو لپاره یو(۱) سیاسی پوښښ دی چې دفلسطین دبیلابیلو سیمو د یهودی کولو ، په نیواکی ټاټوبی کښې د ښارګیو د جوړولو ، د غزې تړانګې د کلابندۍ او د بیرته ستنیدا له لاریونونو سره دمقابلې په شمول خپلې توکمپاله طرحې او پروژې په ډیرې چټکۍ سره تعقیب کړی .
د فلسطین د ملی اقدام غورځنګ مشر مصطفی البرغوثی هم په اسرائیلو کښې د انتخاباتو پایلې د توکمپال رژیم د پراختیا لپاره دنیواکګروانو دهڅې نښه وګڼله او ټینګار یې وکړ فلسطینیان باید په ملی وحدت او یوشان ستراتیژۍ سره د دښمن په مقابل کښې ودریږی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array