برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د پیړۍ له معاملې سره دفلسطین دملی جبهې په جوړیداسره موافقه

آریانانیوز: دیوراپورله مخی دفلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشراسماعیل هنیه پرون د پیړۍ له معاملې سره دمخامخیدا لپاره د اتحاد:په نامې سره په ملی کنفرانس کې پخپلې وینا کېددې خبرې په کولو سره چې حماس غورځنګ دپیړۍ له معاملې سره مقابلې ته تیار دی ، پر ټولو فلسطینیو ډلو غږ وکړ، دپیړۍ له معاملې سره دې دمقابلې لپاره په لارو چارو پسې شی .
دحماس غورځنګ یوه بل چارواکی صلاح البردویل هم په دغه کنفرانس کې ووئیل دپیړۍ له معاملې سره دمخامخیدا لومړنی ګام دفلسطین د درستو داخلی قواؤ یوځای کیدا او دفلسطین دموضوع په باب دعربی اوسلامی امت دیوموټی کیدا پیلیدا ده .
د پیړۍ دمعاملې دامریکائی پلان په اساس،قدس شریف صهونیسټی رژیم ته سپارل کیږی، په نوروهیوادونو کې دیره فلسطینی کډوال به خپلو کورونو ته دستنیدا حق نه لری او فلسطین به یوازې د غزې تړانګې ، داردن سین لویدیځی غاړې پاتې برخې مالکیّت ولری .

شریک یي کړئ!