برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۵ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټرمپ څرګندونې دامریکا دجنایت ښودنه کوی

آریانانیوز: د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام ددغه هیواد پرضد جنګ کښې د امریکا له وسلو د سعودی عربستان د ناوړه استفادې په هکله د ولسمشر ډونالډ ټرامپ څرګندونې په یمن کښې د ترسره شویو جنایتونو په وړاندې دامریکا د مسولیت او د واشنګټن د ښکاره غندلو نښه وبلله .
محمد عبدالسلام وویل دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې ددې ښودنه کوی چې د یمن ملت عادلانه موضوع تعقیبوی او له قدرتمنو هیوادونو سره د مقابلې وس لری .
دامریکا ولسمشر ټرمپ څه موده مخکې له« اکسیوس »مجلې سره په مرکه کښې د روان میلادی داګست دمیاشتې په نهمه نیټه دیمن په ضحیان سیمه کښې د زده کونکو په یوه(۱) بس د سعودی عربستان برید چې د کابو څلویښتو (۴۰)کسانو د وژل کیدا او د یوپنځوسو (۵۱)نورو دژوبلیدا سبب شو ویرونکی وباله .
سعودی عربستان په سیمه کښې د امریکا او دصهیونیسټ رژیم د وسلو ترټولو ستر پیرودونکی دی .
بل خبر دا چې دسعودی عربستان جنګی الوتکو دیمن په لویدیځ کښې په «الحدیده» ولایت په «کیلو شپاړس» نومې سیمې او شاوخوا سیمو درویشت(۲۳) ځله بمبارې وکړې .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي