برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۸ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټرمپ واکمني د امریکا لپاره خطرناکه ده

آریانانیوز: د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما پر اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ نيوکې کړي او د هغه تر واکمنۍ لاندې وخت يې د امریکا لپاره خطرناک بللی دی.



اوباما په الینوای پوهنتون کې يوې غونډې ته وويل، چې جمهوري پلوه ګوند د امریکا له نورو مخالفو هېوادونو سره په ګډه امریکا ته د زيان رسولو کوشش کووي او روسيې سره يې اړيکې مخ پر زياتېدو دي.
بل پلو د امریکا ولسمشر په مونټانا ښار کې يوې غونډې ته وويل، چې امریکا په اوس وخت کې د تاريخ تر ټولو قوي اقتصاد لرونکی هېواد دی او د هغه مخالفين په دغو هڅو سترګې پټوي او له کانګريس څخه د هغه د مواخذې غوښتنه کوي.
ټرمپ له خپلو پلويانو غوښتي، چې په منځمهالي ټاکنو کې ګډون وکړي او دی يو ځل بيا بريالی کړي.
له منځمهالو ټاکنو وړاندې پخواني ولسمشر اوباما هم فعاليتونه پيل کړي او هڅه کوي، چې په دغو ټاکنو کې ټرمپ ته ماتې ورکړي.
څو ورځې وړاندنې په نيويارک ټايمز ورځپاڼې کې هم د ټرمپ پر خلاف يوه مقاله خپره شوې وه، چې د ټرمپ غوسه يې راپارولې وه.
په دغه مقاله کې د ټرمپ په حکومتي چارو او تګلارې نيوکې شوي، هغه يې يو بدکرداره او نااهله شخص معرفي کړی.
نيويارک ټايمز ويلي، چې د مقالې ليکوال ترې غوښتي، چې نوم يې بايد خپور نه شي، له همدې امله ولسمشر ټرمپ د سپينې ماڼۍ پر لوړپوړو چارواکو تور لګوي، چې دغه مقاله دوی ليکلې، خو د ولسمشر مرستيال مايک پنس او د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په ګډون ګڼ شمېر چارواکو له دغې مقالې خپله بې زاري اعلان کړې ده.
د کارپوهانو به وينا د نيويارک ټايمز د دغې مقالې د خپرېدو لامل هم په راتلونکو منځمهالو ټاکنو کې د ټرمپ او جمهوري پلوو ترمنځ د واټن پيدا کولو هڅه ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي