برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټرمپ ستراتېژي له نیمګړتیاوو ډکه ده

آریانانیوز: د افغانستان د چارو په اړه امریکايي کارپوه بارنت روبین وايي د جنوبي اسیا لپاره د امریکا ستراتېژي له نیمګړتیاوو ډکه ده.


هغه په هرات کې د ستراتېژیکو مطالعاتو له لوري د سولې اړوند جوړې شوې غونډې په تړاو وویل، امریکا پخپله ستراتېژي کې د سیمې مهم هېوادونه ناپامه نیولي دي.
روبین وايي امریکا پخپله ستراتېژي کې پر افغانستان، هند او پاکستان تکیه کړې، خو چین، روسیه او ایران يې هېر کړي دي.
دغه امریکايي کارپوه وايي که امریکا افغانستان ته سوله یا سولې ته ورته یو بل څه د یادو ګاونډيانو د خوښې خلاف راوړي بریا به ونه ګټي.
د ټرمپ ستراتېژي چې ډېره تکیه يې په افغانستان کې د جګړې پر شدت او هوايي بریدونه وه، د بریا پر ځای يې ولسي کرکه د بهرنیانو او د هغوی داخلي همکارانو پر وړاندې ډېره کړې ده.
روبین وايي، دوی فکر کاوه چې که پوځ واک په لاس کې واخلي، نو ښه به وي، خو اوس باوري شوي، چې باید د خبرو اترو له لارې پر مخ لاړ شي.
دا په داسې حال کې دی چې امریکا د سولې د هڅو لپاره زلمی خلیلزاد خپل ځانګړی استازی ټاکلی او هغه هم له طالبانو سره مخامخ خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي