برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۰ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټرمپ د مهاجرتي سياستونو په خلاف په ټوله امريکه کښې مظاهرې

د یورپوټ له مخې د آتلانټا، واشنګټن ډي سي او سېنټ لوئيس په شمول د امريکې په مختلفو ښارونو کښې د دغه هېواد عوامو د ټرمپ د مهاجرتي سياستونو په خلاف مظاهرې وکړې.



د دغه رپوټ له مخې د امريکې په پائتخت واشنګټن ډي سي کښې د خلقو د سړکونو له مظاهرو نه علاوه د مجازي فضاء يوزرانو هم «کورنۍ په خپلو کښې سره تعلق لري» هېشټېګ سره د ټرمپ مهاجرت ضده سياست په خلاف اعتراضونه کړي دي.
له دې مخکې د امريکې رسنيو ويلي وو چې ټاکلې شوې ده د دغه هېواد په مختلفو ښارونو کښې شپږ سوه بيله بيلې مظاهرې وشوې. د صفر تحمل سياست نومې بهرنيو مهاجرينو په خلاف په مۍ مياشت کښې د ټرمپ د حکومت د سياستونو د اجرا له وخت نه له دوه زره دوو سوو نه زيات ماشومان له خپلو کورنيو جدا شوي دي.
ډونالډ ټرمپ تېره هفته د هغه له مهاجرتي سياستونو سره د کورنيو او بهرنيو مخالفتونو له سختېدو وروسته مجبور شو چې له خپل مور پلاره د مهاجرو ماشومانو د جدا کولو سياست لغو کړي، خو په عين حال کښې يې حکم ورکړے دے چې د هغو مهاجرينو کورنۍ چې په غېر قانوني توګه د مېکسيکو له پولې څخه امريکې ته راوړېدلي دي د حوالاتونو او توقيف ځايونو کښې به تر نظر لاندې ساتل کيږي.

شریک یي کړئ!