برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ٩٠ ښځو وژونکی د تر ټولو زیات خطرناک قاتل

آریانانیوز: د یوخبر له مخی د امریکا د تحقیقاتو لپاره فیډرالي اداره ایف بي آی وایي چې په بند کې هغه کس چې د ملک په مختلفو ښارونو کې یې د نوي نه د زیاتو ښځو د قتل ادعا یې کړیدی، د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو نه زیات خطرناک قاتل دی
دغه کس چې سمیول لټل نومیږي، د ٢٠١٢ مال راپدیخوا په بند کې دی، هغه ایف بي آی ته ویلي و چې د ١٩٧٠ کال نه واخله د تر ٢٠٠٥ کاله په دوران کې یې د نوي نه زیاتې ښځې وژلې دي
ایف بي آی د یکشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې د جرمونو فیډرالي اداره وایي چې هغوي باور لري چې د جرمونو اعتراف سم دی او په دغه قتلونو کې د هغه د ککړتیا ثبوتونه یې تر لاسه کړیدي
تورن اوس ٧٩ کلن دی، او وایي چې ٩٣ ښځې یې قتل کړيدي
د یادونې وړ چې لټل د لاسه د قتل شوو ځینو ښځو مړې لا تر اوسه نه دي موندل شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي