برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۶ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هند په عليګړی اسلامي پوهنتون د افراطي هندوانو حمله

د رپوټ له مخې په دغه اسلامي پوهنتون کښې تاوتريخوالے هغه وخت شروع شو چې تندلارو هندوانو په پوهنتون باندې په يرغل سره کوشش وکړ د هند د ولسمشر د پخواني مرستيال حميد انصاري د قدرونې په مراسمو کښې ګډوډې رامنځته کړي او د عليګړهـ پوهنتون د محصيلينو په انجمن کښې هغه ته د دائمي غړيتوب د ورکولو مخه ونيسي.



د دغه رپوټ له مخې محصيلينو چې کله کوشش وکړ د شکايت کولو لپاره پوليس ته ورشي پوليسو پرې هم حمله وکړه. احتجاج کونکو محصيلينو هم په مقابل کښې د هند د وزيراعظم نرېندرا مودي پتلا وسوزوله.

محصيلينو مودي تورن کړ چې په افراطي پالو ملي سياستونو سره له هندوانو ملاتړ کوي.
په عليګړهـ پوهنتون د تندلارو هندوانو حمله او د تاوتريخوالو پراختيا د مسلمانانو د سختې اندېښنې سبب شوې ده. په نوي ډيلي کښې د واکمن بهارتيا جناتا ګوند په اقتدار کښې د راتلو له وخت نه د مسلمانانو په خلاف د تندلارو هندو ډلو حملې په بې مخينه توګه زياتې شوې دي او تر اوسه پکښې په لسګونو مسلمانان وژل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي