برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۴ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د هندي نيواکګرو فوځيانوپه خلاف د مبارزې په دوام تاکيد

آریانانیوز: دیو رپوټ له مخې مير واعظ عمر فاروق پرون په يوه وېنا کښې وويل، په هند کښې پارلېماني انتخابات د کشمير مشکل او په دغه سيمه کښې جګړه نه شي ختمولې.


د کشمير حريت کانفرنس دغه مشر د هند د پارلېماني انتخاباتو په بائيکاټ باندې په تاکيد سره زياته کړه، د هند ځپونکے سياست د هند تر کنټرول لاندې کشمير کښې د مقاومت د غورځنګ د کمزوري کېدو سبب نه شي کېدې.
د هند د پالېمان لوک سبا اوه مرحله ايز انتخابات د اپرېل د روانې مياشتې له يولسمې نه شروع شوي او د راتلونکې مۍ تر نولسمې پورې به دوام لري.
د هند ترکنټرول لاندې د کشمير خلقو اعلان کړے چې د هند په پارلېماني انتخابات يې بائيکاټ کړي دي او هيڅ يونامزد ته به رائې نه ورکوي. د کشمير خلقو په انتخاباتو باندې په اعتراض کښې عامه هړتال اعلان کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي