برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هندي خبریال د وژلې خلاف په کشمیر کښې مظاهرې وشوې

له مخې په کشمیر کښې د شجاعت بخاني په نامه د هندي خبریال له وژل کیدو او بیا د دغه قتل په غبرګون کښې د ملګرو ملتو له رپورټ وروسته د سیمې سلګونو خلکو نن د هغه د جنازې په مراسمو کښې پراخې مظاهرې وکړې.


د ملګرو ملتو د بشري حقوقو شورا پرون د هند او پاکستان دواړو تر کنټرول لاندې کشمیر سیمو کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په هکله یو رپورټ کښې په یاده سیمه کښې د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ باندې د دواړو هیوادونو په تورنولو سره په دې لړ کښې د نړیوالو تحقیقاتو غوښتنه وکړه.
د هند او پاکستان حکومتونو هم یو او بل د شجاعت بخاري په وژله کښې په لاس لرلو تورن کړي دي.
یاده دې وي چې د (انقلابِ کشمیر) ورځپاڼې ۵۱ کلن خبریال شجاعت بخاري پرون د جمو او کشمیر د اوړي په مرکز سرینګر کښې د دریو نامعلومو وسله والو په ډزو کښې وژل شوی دی. په دغه برید کښې د یادې ورځپاڼې د دفتر دوه ساتونکي هم وژل شوي دي. هغه په ۲۰۱۷ کال کښې په دبئ کښې له پاکستان سره د صلحې د خبرواترو د غیررسمي ډلې یو غړی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي