برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د هندي او چینايي پوځیانو تر منځ نښته

آریانانیوز: درسندیوپه راپور د هند او چین تر منځ لانجمنه سرحدي سیمه کې د دواړو لورو پوله ساتو ځواکونو تر منځ جګړه شوې، چې له امله یې ګڼ هندي عسکر وژل شوي
د بي بي سي د راپور له مخې، جګړه د «جامو و کشمیر» اړوند «لداخ» نومي هغه سیمه کې رامنځته شوې، چې هند او چین ورباندې له پنځوسمې لسیزې راپدېخوا اختلاف لري
د هند پوځ د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د یوه افسر په ګډون درې تنه عسکر یې په جګړه کې وژل شوي او اووه لس نور ټپیان دي، خو په همدې ورځ ناوخته یې د پاتې اووه لس ټپي شویو عسکرو د مرګ خبر هم ورکړ
د هند د بهرنیو چارو وزیر چینايي پوله ساتي ځواکونه تورن کړي، چې له شوي تړون یې سرغړونه کړې او په دریو مختلفو موقیعتونو کې له صفري نقطې اوښتې
چین که څه هم تر دې دمه د خپلو عسکرو دتلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو هندي عسکر یې تورن کړي، چې له اصولو یې سرغړونه کړې او له صفري نقطې د چین لور ته ور تېر شوي چې له امله یې پوله ساتي ځواکونه ورسره په فزیکي جګړه اوښتي. ویل کېږي، په تازه جګړه کې ډزې نه دي تبادله شوې، او دواړو لورو په تېږو د یو بل مقابله کړې
د هندي او چینايي پوله ساتو په جګړه کې اوښتي تلفات په تېرو څلورو لسیزو کې بېساري دي، دواړه لوري مني، چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې یې تر منځ هيڅ ډز نه دی شوی

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي