برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۶ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د نیوزلینډ په دوو جوماتونو کې بریدونو ۴۹لمونځ کوونکو شهیدان کړل

آریانانیور: د شین هوا خبری اژانس له راپورسره سم د نیوزیلنډ لومړۍ وزیره وايي چې د دغه هیواد د کریست چرچ ښار پر دوو جوماتونو په وسله والو حملو کې ۴۹ تنه وژل شوي دي.


هغه پر دا بریدونه دسخت دریځ به ترځ کی رسنیو ته وویل چې په دې کې شک نه ویني چې دغه بریدونه ترهګریز بریدونه وو.‌
مېرمن جاسیدا اردرن، چې په یوه خبري غونډه کې یي له خبریالانو سره خبرې کوي، وايي چې په دې پېښه کې ۲۰ تنه نور ژوبل شوي دي.
پولیس وايي چې د یوې ښځې په ګډون یې ۴ تنه په حملو کې د لاس لرلو په شک نیولي دي. یوه حمله کوونکي پر خپل تندي کمره تړلې وه او د پېښې بهیر یې د ټولنیزو رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼه خپاراوه. خو ټولنیزو رسنیو ویډیو ډیلیټ کړه.
پولیس دغه راز وايي چې یوه اندازه چاودېدونکي مواد او وسلې یې هم کشف کړي دي.
د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرجسیندا وايي چې دا بریدونه سخت دریځو کړي دي. هغې رسنیو ته وویل چې په دې کې شک نه ویني چې دغه بریدونه ترهګریز بریدونه وو.‌
د نیوزیلنډ رسنۍ وايي چې یوه حمله کوونکي د فېسبوک له لارې له کډوالو سره خپله دښمني اعلان کړې ده او دا بریدونه له مهاجرو سره د مخالفت په انګېزه شوي دي.
د نیوزیلنډ رسنۍ وايي چې ډېر کسان په النور جومات کې وژل شوي دي. په دې جومات کې ۳۰ تنه وژل شوي دي.
ځینې راپورونه وايي چې په وژل شویو کسانو کې افغانان هم شامل دي. لومړني راپورونه ښيي چې یو افغان وژل شوی او ۳ نور ژوبل دي.راپورونه وای چی د بنګلادیش کریکټ ټیم هم د جمعې لمانځه لپاره جومات ته ورغلی وو خو بچ شوی دی .
رسندویو په تازه راپورونو کې ویلی دی چی د نیوزی لینډ په اکلنډ ښار کی د اورګاډی یوه تم ځای ته نږدې دوې چاودنې شوی دی .
په دغوحملو پسې د کریسټ چرچ ښار ښونځی نن چټی دی او پولیسو له خلکو غوښتی دی چی له خپلو کورونو بهر راونه ځی او جوماتونو ته له تلو ډډه وکړی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array