برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د نیواک د پلان پرضد مظاهره

آریانانیوز: درسندیورپوټ په اساس هاارتص(Haaretz) ورځپاڼې راپورورکړ د تل اویو(Tel AVIV)په سلګونو وسیدونکو د اردن سیند د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو د نیواک لپاره د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د پلان پرضد مظاهرې وکړې .
په دغو مظاهرو کښې ګډون کونکو د تل اویو په اصلي څلور لارې او مرکزي میدان کښې په شتون سره د شعارونو په ورکولو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو نیواک د تاوتریخوالي د زیاتیدا سبب بللی او د صهیونیسټ رژیم په کابینې یې غږ وکړ چې دغه پلان بند کړي .
د اسرائیلو مظاهره چیانو دغه راز له کابینې وغوښتل د نیواک د پلان پرځاې د فلسطین له خلکو سره د سولې موافقه لاسلیک کړي چې سیمې ته د ثبات د بیرته ستنیدا زمینه برابره شي .
تیره اونۍ هم د اسرائیلو څه دپاسه شپږ زره خلکو د لویدیځې غاړې د ډیرو سیمو د نیواک د پلان پرضد مظاهرې کړي وې .
د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د امریکا د پیړۍ د معاملې د پلان پراساس نیت لري د ولسمشر ټرمپ په ملاتړونو سره د روان میلادي کال د جولاۍ د میاشتې په لومړیو کښې د اردن سین د لویدیځې غاړې دیرش فیصده ځمکې له نیواکي ټاټوبو سره یوځاې کړي .

شریک یي کړئ!