برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۱ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د نړۍ او امریکا ترمینځ واټن

آریانانیوز: د کرونا ویروس پراخه خپوریدا ، نړۍ له یوه بې مخینې چیلنج سره مخامخ کړې ده . په عین حال کې امریکا چې اوس ددغه ویروس دخوریدا په یوه اصلي مرکز بدله شوې ده ،د روغتیائي چارو دنړیوال اورګان په څير له نړیوالو ادارو سره دغږملتیا په ځاي ، له دغه ستر چیلنج سره د مقابلې لپاره ئې له دغه نړیوال اورګان سره د مالی مرستو په درولو سره په دې زمین کې خنډ جوړونې ته مخه کړې ده .
واشنګټن د روغتیا د نړیوالې ادارې په ضد په پروپيګنډیز جنګ کې وئيلي دي ، چې د اوو صنعتي هیوادونو څخه یعني ، له جرمني ،فرانسې ، ایټالیا، جاپان ، بریتانیا او امریکا څخه د جوړو اوو صنعتي هیوادونو جوړه اوه ډله ددې غوښتنه کوي ، چې دغه موسیسه دې پراخ بدلونونه و کړي . سپينې مانۍ د پنجشنبې په مازدیګر دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،د اوه ډلې غړي هیوادونه ددغې ادارې پراخه اصلاح غواړي ، څو ډاډمن شي چې د روغتیا نړیواله اداره خپل رول په ښه ډ ول ترسره کوي . د ډونالډټرمپ حکومت همداراز د کرونا له اقتصادی او روغتیائي چیلنجونو سره دمقابلې په خاطر د ګډې نړیوالې هڅې لپاره ددغو هیوادونو د موافقې خبر ورکړی دی .
په داسې حال کې چې زیاتره هیوادونه دکوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ له هراړخیزې پراختیا سره په مبارزې لګیا دي ، دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د چارشنبې په ورځې وئيلی دي ،د روغتیا له نړیوالې ادارې سره دامریکا مالی مرستې ئې درولي دي . ټرمپ چې په امریکا کې پرې ډير زیات د کرونا ویورس دخوریدا په باب د لټیّو او بې پامۍ په و جه ډيرې نیوکې کیږي ، نن سبا ئې دغه نړیوال اورګان د خپلې خولې د زهرجنو ټکو په نښه کړی دی او په کرتو ئې دغه نړیوال اورګان دچین په پلویتوب او د کرونا ویروس په باب د لومړنیو اطلاعاتو د پټولو لپاره په هڅې تورن کړی دی .
دامریکا ولسمشر همداراز ادعا کړې چې د روغتیا نړیوالې ادارې له کرونائي بحران سره په مبارزې کې ناسم مدیرّیت کړی دی . دا په داسې حال کې دي چې امریکا هماغه شان د روغتیا د نړیوالې ادارې تر ټولو اصلي پوروړی هیواد دی او دغه پور ئې کابو دوه سوه میلیون ډالرو ته رسیدلی دی . د روغتیا د نړیوال اورګان د بودجې په تامینولو کې د واشنګټن اجباري ونډه دوي ته له ورکونکو ټولو پيسو څخه څلور سوه میلیون ډالره ده . د روغتیا د نړیوال اورګان د مالی تامینولو د درولو په باب د ټءمپ اقدام د هغو نړیوالو اورګانونو د دړې وړې کولو د کلی موخې لپاره دی ، چې واشنګټن ورځيني راضي نه دی .

د روغتیائي چارو د نړیوالې ادارې پّ باب د واشنګټن له دریځه د اوه ډلې غړو هیوادونو دملاتړ په باب دټرمپ له ادعا سره سره ، واقعیّت څه بل څه دی . په حقیقت کې د امریکا اروپائي شریکانو د ټرمپ د حکومت په ورانکار او بې ځایه ا قدام سختې نیوکې کړي دي . د اروپائي اتحادئې د بهرنی سیاست مسئول جوزف بورل د اروپائي اتحادئې د غړو هیوادونو په نمایندګۍ د ټرمپ دغه اقدام ته منفي غبرګون ښودلی دی . جرمني هم د اوه ډلې د یوه مهم غړي په توګه او د اروپائي اتحادئې دیوه مهم هیواد او دغه راز داروپا دیوه ترټولو ستر اقتصادي هیواد په توګه په ډاګه د ټرمپ په اقدام نیوکې کړي او دغه اقدام ئې رټلی دی .
د برلین له نظره ، د واشنګټن د غه اقدام ، هغو هیوادونو ته تر ټولو زیات تاوان رسوي ، چې په دغو شرائطو کې له ځانه د ساتنې لپاره تر ټولو کمه توانمني لري . د جرمني خارجه وزیر هایکو ماس خپل ا مریکا ئي همڅنګ ته په یوه لیک لیږدولو کې د روغتیا له نړیوالې ادارې سره دمالی مرستو دغوڅولو لپاره د ټرمپ په فیصلې په نیوکو سره د کرونا ویروس د خوریدا په پړآؤ کې د روغتیا دنړیوال اورګان څخه دملاتړ په ضرورت ټينګار کړی دی . د جرمني د پراختیا وزیر ګرت مولر هم دروغتیا نړیوالې ادارې د بودجې کمیدا یوه بشپړ غلطه چاره بللې ا و ټينګار ئې کړی دی ، چې جرمني به ددغه نړیوال اورګان لپاره خپله بودجه زیاته کړي . البته د امریکا نړیوالو سیالانو یعني روسیې او چین هم د واشنګټن له دغه اقدام سره سخت مخالفت کړی دی . په جینوا کې د ملګروملتو په دفتر کې د روسیې استازي ګنادي ګاتیلوف د امریکا اقدام ، یو ریاکار چلند او یو غرضي سیاسی اقدام بللی دی . ځکه چې پخپله امریکایان ددغې موسیسې په فعالیتونو او فیصلو کې ډير زیات رول لوبوي. سره له دې چې دامریکا په داخل کې هم د ټرمپ دحکومت له دغه اقدام سره کلک مخالفتونه شوي دي .
داسې ښکاري چې اوس د نړۍ او امریکا په تیره بیا د امریکا د اروپائي شریکانو ترمینځ یو نوی درز او تشه په رامینځةکیدا ده چې دغه درز د روغتیا دنړیوالې ادارې په وړاندې دټرمپ دحکومت له غلیمانه کړچار سره ا ړه لري . دامریکا دغه کرغیړن اقدام نه یوازې د نړیوالې ټولنې پّ وړاندې دخپلو ژمنتیاؤ د ختمولو او له ملګروملتو اوله دغې موسیسې سره له اړونده اورګانونو سره دمرستې په زمینې کې د دوي د نړیوالو ژمنتیاؤ تر پښو لاندې کول حسابیږي ، بلکه له کرونا ویروس سره دنړیوالو ملګرتیاؤ دجدي تخریب لپاره یو سپير ګام هم بلل کیږي .
د ټرمپ حکومت ددغه نړیوال اورګان د مالی سرچینو په کمولو سره ، د دغه اورګان توانمنۍ کمزوري کړي او له دغې مرګوني ناروغۍ سره دمقابلې امکان ئې چې هیڅ پوله او حد نه پيژني ، ډير زیات کموي او په نهایت کې به د امریکا د ولس پشمول د بیلابیلو هیوادونو د خلکو په تاوان وي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي