برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د مک‌کېن وصیت: امریکایان دې خپل‌منځي رقابتونه یوې خوا ته کړي

آریانانیوز: امریکایي مخکښ سناتور جان مک‌کېن چې د مغزي سرطان د ناروغۍ له امله د ۸۱ کلونو په عمر د شنبې په ورځ وفات شو، په خپل وصیت لیک کې له خپل هېواد سره د ژورې مینې او درناوي څرګندولو تر څنګ هیله ښودلې چې امریکایان خپل‌منځي رقابتونه یوې خوا ته او پر هغو مسایلو تمرکز وکړي چې دوی سره یو موټی کوي.

سناتور مک‌کېن په دغه وصیت لیک کې چې د هغه د ولسمشرۍ د کمپاین مسؤل او ویاند ریک ډیویس پرون په فونیکس کې په یوه خبري کنفرانس کې لوسته ویلي چې دا د ده لپاره د ویاړ ځای و چې خپل هېواد ته خدمت وکړي او هڅه‌یې کړې چې هغه د زړه له اخلاصه وکړي.

جان مک‌کېن ۶ دورې د امریکا په سنا جرګه کې د ارېزونا ایالت استازیتوب کړی او ډېر کلونه‌یې د دې جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې د مشر په توګه دنده ترسره کړې.

ټاکل شوې چې د هغه د جنازې مراسم د پنجشنبې په ورځ د فونیکس په یوه کلیسا کې ترسره شي او وروسته د جمعې په ورځ د رسمي مراسمو په ترڅ کې په واشنګټن کې خاورو ته وسپارل شي.

د هغه د خښولو په مراسمو کې د لوړپوړو مشرانو په ډله کې به د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس او پخواني ولسمشران بارک اوباما او جورج بوش هم ګډون وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي