برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۴ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د مکې د دوو غونډو له پاییزې بیانیې سره مخالفت

آریانانیوز: دیوراپوپه اساس محمد بن عبدالرحمن آل ثاني څرګنده کړه: په مکه کښې د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د غونډې او د عرب اتحادیې د سرمشریزې د خبرپاڼو بندونه، د دوحې له بهرني سیاست سره په ټکر او تضاد کښې دي.



هغه څرګنده کړه چې د مکې په غونډو کښې د فلسطین او په لیبیا او یمن کښې د جنګ په شان په مهمو سیمه ایزو موضوعاتو سترګې پټې شوې دي.
محمد بن عبدالرحمن آل ثاني زیاته کړه: دوحې هیله درلوده چې د مکې غونډې، له ایران سره د شخړې د کمولو لپاره د خبرواترو بنیاد وګرځي.
د ویلو ده چې سعودي عربستان تیره پنجشنبه د ایران خلاف د اجماع جوړونې په هیله، په مکه مکرمه کښې د فارس خلیج د ملګرتیا شورا او د عرب اتحادیې دوه غونډې ترسره کړې چې په خبرپاڼو کښې یې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف چټي تورونه تکرار کړل او ایران یې د سوریې په شمول د سیمې د هیوادونو په چارو کښې په لاسوهنې تورن کړ.
د عراق ولسمشر برهم صالح او د سوریې د بهرنیو چارو وزارت هم د ایران خلاف د بې بنیاده تورونو په وجه د دغې غونډې له بیانیې سره مخالفت کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي