برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۱ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د ملګرو ملتو سرمنشي ته لیک لیږل

آریانانیوز: دیوراپورله مخی روسیې ، چین ، کیوبا و شمالی کوریا ، عراق ، وینزویلا او نیکاراګوې هیوادونو استازیو انتونیو ګوتریش ته په یوه لیک کی دې ته په اشارې سره چی کرونا د ټولو ګډ دښمن دې خبردارې ورکړ بایکاټ په کرونا منفی اغیز شیندی .
په دغه لیک کې راغلی دي هغه هیوادونه چی حاضر دمه له یواړخیزه ، غیر قانونی او د ملګرو ملتو له منشور او نړیوالو قوانینو سره په ښکاره خلاف ورزۍ کې له قهریه اقداماتو سره مخامخ دي ، له کرونا سره دهغولپاره مقابله سختوی .
په دغه لیک کی د دغو اتو هیوادونو استازیو د ملګرو ملتو له سرمنشی غوښتی دی چی دا غیر قانونی او خپل سره بایکاټونه او اقدامات دې سملاسی ختم کړې شي .
له دې مخکې د د ملګرو ملتونو مشر آنتونیو ګوټرېش هم په نړیوالو غږ کړی وو، چې کورونا واېرس په ټوله نړۍ کښې په خپرېدو دي، نو اړتیا ده چې په داسې حساس وخت کښې د جګړې ټولې خواوې ‌‌ډزبندي وکړي.
هغه زیاته کړې، چې د جګړې قربانیان په کوروناوایرسو د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي. د گوټرېش په وینا، د جګړو له کبله په ښکېلو هېوادونو کښې روغتیایي سیستم له منځه تللی او روغتیایي متخصصین هم د ګوتو په شمېر دي، چې په داسې حال کښې هغوي هم هره وخت له برید سره مخامخ دي.
د روغتیا د نړیوالې ادارې د شمېرونو له مخې، دمګړۍ د نړې په ۱۹۰ هېوادونو کښې درې لکه څلور دېرش زره او ۹۸۱ کسان په کورونا واېرسو اخته شوي او لږ تر لږه ۱۴۲۶۵ کسان ترې مړه شوي دي.

شریک یي کړئ!