برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ خرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

په افغانستان کې د ترورېزم د خپرېدو د خطر په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي اندېښنه

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وايي، په افغانستان کې ترهګري بیا را ژوندۍ کېږي.


ګوتریش په هسپانیه کې د ترهګرۍ ضد سرمشریزې ته په وینا کې وویل: ترهګري په افغانستان کې بیا را ژوندۍ کېږي او کېدای شي یو نړیوال ګواښ شي.

د ډیلي میل د راپور له مخې؛ ګوتریش وویل، په افغانستان کې د داعش او القاعدې فعالیتونو خپرېدل نړۍ ته مخ په زیاتیدونکي ګواښ سره مخ کړي دي.

د اسپانیا په مالاګا ښار کې د ترهګرۍ ضد دوه ورځنۍ غونډه د حکومتونو، سازمانونو، د مدني ټولنې فعالانو او د بشري حقونو د مدافعینو په ګډون جوړه شوه.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي