برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۵ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ملګرو ملتونو ۴۰ دولتونو له سعودي د خاشقجي د قضيې بشپړ سپيناوی غوښتی

آریانانیوز: ملګري ملتونه وايي، چې څلوېښت هېوادونو له سعودي غوښتي، چې د جمال خاشقجي د قضيې په اړه سپيناوي وکړي، چې دا پېښه څنګه او ولې رامنځته شوې ده.


سعودي خبريال جمال خاشقجي د تېر اکتوبر په دوهمه د ترکيې په استنبول ښار کې د سعودي قونسلګرۍ ته ورغلی و، له هغه ځايه يې د مرګ او ژوند درک ورک شو او له اتلس ورځې انکار وروسته سعودي ومنله، چې هغه د تعذیب پر مهال وژل شوی دی.
د ملګرو ملتونو دغو څلوېښتو هېوادونو له سعودي د دې سپيناوي غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې تېره ورځ د سعودي د بشري حقونو د کميسيون مشر بندر محمد العیبان په جينوا کې د بشري حقونو کلنۍ غونډې ته د وينا پر مهال پر د خاشقجي په وژنه خواشيني ښکاره کړه.
العیبان وويل، چې هېواد يې د جمال خاشقجي قضيه په هر اړخيزه توګه څېړي او وروستۍ پايلې به يې نړيوالې جنايي محکمې ته وړاندې کړي.
د محمد العیبان له دغو څرګندونو وروسته د ملګرو ملتونو څلوېښت غړو هېوادونو له سعودي وغوښتل، چې دوی ته د خاشقجي قضيه په بشپړه توګه بيان کړي، په دې اړه پوره سپيناوی وکړي او ځينو دولتونو غوښتي، چې په سعودي کې دې د بيان ازادۍ په قانون کې بدلون راوستل شي.
د تېر اکتوبر په شلمه د سعودي لويې څارنوالۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره منلې وه، چې خاشقجي د سعودي په قونسلګرۍ کې د فزيکي شخړې پر مهال وژل شوی، خو د سعودي دې اعتراف په سيمه‌ ييزه او نړيواله کچه پراخ غبرګونونه راوپارول، د امریکا، اروپا او ترکيې په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو د خاشقجي د وژنې د سپيناوي په اړه د سعودي دريځ ناسم او له حقیقته لرې بللی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي