برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ آذر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د ملګرو ملتونو له خوا د خود ارادیت لپاره د فلسطین د خلکو حق پریکړه لیک تصویب شو

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ یو پریکړه لیک تصویب کړ چې د فلسطین د خلکو حق تاییدوي چې خپل برخلیک پخپله وټاکي.


د اناتولي په وینا، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د ملت د برخلیک د ټاکلو د حق په اړه پریکړه لیک د رایو په غوڅ اکثریت تصویب کړ.

۱۶۸ هیوادونو دغه پریکړه لیک ته مثبت رایه ورکړه، شپږو هیوادونو مخالفه رایه ورکړه او اتو هیوادونو په رایه اچونه کې برخه وانخیسته.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین دایمي استازي ریاض منصور له هغو هېوادونو مننه او قدرداني وکړه چې د دغه پرېکړه لیک په حق کې یې رایه ورکړه. ده همداراز هیله څرګنده کړه چې دغه پریکړه لیک به له تصویب وروسته عملي شي.

دغه پرېکړه ليک، چې د مصر له خوا وړانديز شوى او د فلسطين د خپلواکې ادارې په همغږي، د نومبر په ١٧مه نېټه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د بشري حقوقو او د بشري، ټولنيزو او فرهنګي چارو په درېيمه کمېټه کې رايه اچونه وشوه او په ۱۶۷ مثبتو رایو تصویب شو.

دغه پرېکړه ليک چې د فلسطين د خپلواکې ادارې سره په همغږۍ د مصر له خوا وړاندې شوى و، د نومبر په ١٧مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د بشري حقونو او د بشري، ټولنيزو او فرهنګي چارو په درېيمه کمېټه کې رايې اچونې ته وړاندې شوه او په ١٦٧ مثبتو رايو سره تصويب شو.

دغه پریکړه لیک د فلسطین د خلکو په هر ځای کې چې وي، د خپل برخلیک د ټاکلو او د ازادۍ د ترلاسه کولو په حق باندې تاکید کوي او د فلسطین د مسئلې د عادلانه او هرارخیز حل د ترلاسه کولو اصلي شرط ګڼي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي