د مصر د سرې میاشتې اجراییوي رییس وویل چې محمد صلاح د فلسطین خلکو ته مالي مرستې ورکړي.
د مصر د ملي لوبډلې مشهور او د انګلستان د لیورپول لوبغاړي محمد صلاح د غزې په تړانګه کې چې د اسرائیلو تر سختو بریدونو او محاصرې لاندې ده، د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره مالي مرسته وکړه.
د مصر د سرې میاشتې اجراییوي رییس رامي النجار چې د غزې تړانګې سره د مرستې لپاره فعالیت کوي وویل: محمد صلاح د فلسطین خلکو ته مالي مرستې ورکړې.
صلاح مخکې هم مرسته کړې وه.