برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د مسلمانو هیوادونو په سرمشریزې غونډه کې قدس د فلسطین پلازمینه وبلل

د ترکیې په استانبول ښار کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په غوښتنه را بلل شوې د اسلامي کانفرانس سرمشریزه غونډه پایته ورسیده او یو ځل بیا ټینګار وشو چې قدس شریف د فلسطیني ابدي پلازمینه ده، د اسرائیل لپاره د امریکا د سفارت انتقال دغه حقیقت ته هیڅ بدلون نه ورکوي.



د غونډې په پریکړه لیک کې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اشغالګرانو د جرمونو په ملاتړ تورن شو او د فلسطیني ولس لپاره د نړیوالي مرستې غوښتنه وشوه.
په پریکړه لیک کې د اسرائیل له لوري په غزه کې هغه جرایم غندل شوي چې د بې وسلې ولس پر ضد په تیرو ورځو کې تر سره شول او ویل شوي چې قدس شریف ته د امریکايي سفارت انتقال اشغالګران نور هم تشویقوي چې فلسطینیان هدف وګرځوي.
په پریکړه لیک کې د امریکا سفارت انتقال باندي تنقید شوی او ویل شوي چې دا به هیڅ کله د قدس شریف واقعیت بدل نه کړي ځکه چې دا ښار به د فلسطین تلپاتې پلازمینه وي، او غوښتنه شوې چې باید د نورو هیوادونو د سفارتونو د انتقال مخه ونیول شي.
د مسلمانو هیوادونو سرمشریزه غونډه چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په غوښتنه را بلل شوې وه، د جمعې په ورځ په استانبول کې تر سره شوه.
په دغه غونډه کې د پنځو هیوادونو ولسمشرانو او نورو هیوادونو په مختلفو کچو ګډون په کښي کړی وو.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني، د قطر امیر شیخ تمیم، د ایران ولسمشر حسن روحاني، د اردن باچا شاه عبدالله او د کویټ باچا شیخ صباح په کښي ګډون کړی وو.
غونډې ته د وینا پر مهال د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې قدس د ټولو مسلمانانو مشترکه قضیه ده، پر قدس شریف برید پر سماوي ادیانو باندي برید دی.
نوموړي غوښتنه وکړه چې باید مسلمانان خپل حق په خپله واخلي، ځکه چې هیڅ څوک به د مسلمانانو سره دا ښه ونه کړي چې هغوی ته خپل حق ورکړي.
نوموړي وویل چې یو ځل به بیا د فلسطین موضوع د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندي کړي ځکه چې په امنیت شورا کې تل د فلسطین په اړه پریکړي د امریکا له لوري «ویټو» کیږي.
نوموړي وویل چې غندنې، چیغي او غوصه کول به هیڅ کله د ظلم او اشغال پر وړاندي ګټه ونه کړي، او نه یې پخوا کړې.
اردوغان ټینګار وکړ چې قدس شریف یو مقدس ښار دی، داسي باید د یوه تروریست هیواد تر لاس لاندي پاتې نه شي چې لاسونه یې د لسګونو زرو فلسطینانو په وینو سره دي.

شریک یي کړئ!